غزل / مئین

سر کې د مجنون، هغه جنون نشته
سترګو د ليلا کې هم فسون نشته
رنګ، د زمانې نه،يارۍ هم واخست
خوند ،د وصال،لاړ،درد د بيلتون،نشته
ما خو هر څهُ وکړل خو،ئې پرې نهُ ښوم
څوک وائي چې،نن دی بس،پرون نشته
مونږ د هغه کلي اوسيدونکي يو
چيرته چې،ژوندي شته خو، ژوندون نشته
هر څو که،پرې غږ وکړی چې،پورته شئ
پورته کړي لاسونه خو،پاڅون نشته
څو به انتظار کړې، د شپيلۍ د غږ
اوس د غرو لمنو کې هيڅ شپون نشته
پا څه ،ليو
نیه!ځه چې، ښار ته ځو
نور خو، په دې دښت کې هم سکون نشته
هسې به (مئينه)!
لالهانده شې
 هر څهُ دي
د ننه، هيڅ بيرون نشته