د مغزي سکتې یا فالج د درملنې لپاره څښاک


ژباړه: زیب منتظرمسید
زیړی ګل (په تصویرکې یې تاسو لیدلی شئ) د مغزي سکتې نه پس د بیرته رغیدو لپاره بې ساری او بې بدیله درمل دی، ځکه چې هغه د وینې د کولوسټرولو کچه را کموي، د مټالبولیزم یا د موادو تبادله نورمالوي، د عصابو او زړه د رګونو سیسټم پیاوړی کوي.
دزیړي ګل وچې پاڼې میده کړئ او یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه یې په یوه ګیلاس ایشیدلیو اوبو کې واچوئ. د دوو ساعتو لپاره يې وساتئ او بیا یې فیلټر او چاڼ کړئ. هره ورځ درې واره ، د ډوډۍ نه مخکې، له دغه محلول نه، د ګیلاس څلورمه برخه وڅښئ.

بله طریقه هم لري
Image result for шарики из одуванчика

 زیړ ګل چې پاڼې تويي کړې او مالوچو ته ورته غونډوسکي یې پاتې شي،پدې وخت به د هغه ريښې وباسئ او وچې به یې کړئ. وچې کړې ولې یا ریښې به میده کړئ چې پوډرو ته ورته شي. بیا یې د شاتو سره د 1:1 په تناسب ګډ کړئ. بیا به ورنه د چایو د څمڅې په وسیله غونډاري جوړ کړئ او په یخچال کې به یې وساتئ. دغه غونډاري به هره ورځ، درې واره، د ډوډۍ نه مخکې او دزیړي ګل د پورته یاد شوي محلول د څښلو نه وروسته، په خوله کې ا چوئ او ورو ورو به یې زبیښئ. 

Image result for шарики из одуванчика
د یادوونې وړ یې بولم چې، د دې درملنې تر څنګه به، یو لړ لازم سپورټي تمرینونه هم تر سره کوئ. 

تاسو به د درملنې لومړنۍ پایلې، یوه میاشت وروسته احساس کړئ. د درملنې د دریو میاشتو، وروسته به ستاسو حالت بیرته خپل لومړني ځای ته را وګرځي.