د کور په شرایطو کې د پانکراس درملنه

 ژباړه : زیب منتظرمسید
·         یوه د چایو څمڅه میده شوي اومه بادیان یا د بادیانو تخم به په یوه ګلاس ایشیدلیو اوبو کې واچوئ، د یوه ساعت لپاره به یې پریږدئ چې دمه وکړي، بیا به یې چاڼ کړئ او د ورځې به یې څلور واره څښئ.
·         یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه  د بویا بوټی به په یوه ګلاس تودو اوبو کې واچوئ، د 3-4 دقیقو لپاره به یې وخوټوئ، بیا به یې د پنځه څلويښتو دقیقو لپاره پریږدئ چې دمه وکړي . بیابه دهمدغه محلول نه، د ورځې دوه واره،15-20 دقیقې مخکې تر ډوډۍ خوړلو، یوه یا دوې څمڅې خورئ . هغه ناروغان چې د پانکراس او صفروي لارو، دوامداره ناروغي ولري، د بویابوټي د درملو په خوړلو سره یې، دړدونه لږ یا هم په بشپړه توګه ختمیږي، د هضمې سیسټم او اشتها یې ښه کیږي او د کولمو فعالیت یې نورمال کیږي.  
·         وربشې را واخلئ، په اوبو کې یې لندې کړئ او په توده ځای کې یې کیږدئ . په دویمه ورځ چې وربشې نوغړي یا نیش  وباسي، هغه پریمینځئ، بیا یې وچې کړئ او وروسته له هغه یې د کافي په ماشین میده کړئ. بیا لږ سړې اوبه ورسره ګډې کړئ او وروسته هم تودې اوبه ور زیاتې کړئ او د یوې یا دوې دقیقو لپاره یې وخوټوئ. بیا یې له نغري نه لیرې او د شلو دقیقو لپاره یې پریږدئ چې دمه وکړي. اوس نو کولای شئ چې هغه چاڼ او نوشي جان کړئ.
د یادوونې وړ ده چې، د وربشو دغه محلول باید تازه و اوسي، نو ځکه باید هره نوی او تازه محلول جوړ کړی شي.
·         دوه یا درې دانې الوګان او یوه یا دوې دانې ګزرې را واخلئ او ښه یې پریمینځئ. د الوګانو یوازې سترګکۍ لیرې او پاکې کړئ او د پټوکي لیرې کولو ته یې اړتیا نشته. بیا دواړه د جوس د ماشین نه تیر کړئ چې کابو دوه سوه ګرامه جوس به ترې لاس ته راشي. دغه جوس د ډوډۍ خوړلو نه نیم ساعت مخکې وڅښئ.

دغې درملنې ته به اووه ورځې دوام ورکړئ او بیا به د یوې هفتې لپاره دمه وکړئ او پس له یوې هفتې به بیا خپلې درملنې ته ادامه ورکړئ. دغه درملنه باید درې هفتې ترسره شي.