د ویکس نه څو اړخیزه ګټه اخیستنه/ ژباړه

ویکس زیاتره د سردړد، ټوخي، تبې، د پوزې د بندیدا، د غاړې،ستوني او سینې د درملنې لپاره کارول کیږي.
خو سربیره پر دې، له ویکسو نه نورې ګټې هم اخیستل کیدای شي.
ویکس د زکام  او خیټې د وزدو د ختمول لپاره  هم غوره وسیله ده. همدارنګه، ویکس د پوستکي په پوستوالي او نرمښت کې هم مرسته کولای شي. ویکس یو دړد تسکینونکی درمل دی چې، د کافور، منټول، اوکالیپټوس او ځینې نور مواد لري.
د ویکس د کارونې ځینې لارې په لاندې ډول دي:
·         غوماشي شړي
ویکس د غوماشو نه د ځان ساتنې لپاره هم کارول کیدای شي. که چیرې لږ غوندې ویکس پر خپلو کالیو یا هم پوستکي ولګوئ، نو غوماشي ستاسو خواته نژدې نه درځي.
·         د سر سنوسي دړد کموي
که تاسو د سر سنوسي دړد لرئ، ویکس کولای شي چې درسره مرسته وکړي. ویکس د سږمو لاندې ومږئ او ژوره سا وباسئ. په ویکسو کې شته منټول د سر دړد او زکام په درملنه کې مرسته کوي.
·         پر بدن او مخ باندې سرې دانې ختموي
ویکس ستاسو د پوستکي په پاک ساتلو کې مرسته کوي. که هره ورځ د بدن یا مخ پر سرو دانو څو ځله ویکس ولګوئ، دانې به مو وچې او زیانمنې برخې به مو ښویې او پاکې شي.