مالټې – د چاغیدا او شکر د ناروغیو په وړاندې ښه مرستندوی

ژباړه :
څیړنو ښودلې چې مالټې د شکر ناروغۍ او چاغیدو دمخنیوي لپاره غوره درمل دي.
دماساچوست ایالات مرکزي روغتون پوهانو پر بدن باندې د هغه انټي اکسیډان، چې مالټه یې لري، مثبت اغیز جوت کړیدی.
مالټا – درملونکې میوه
  د مالټې انټي اکسیډن - نارینګینین (naringenin ) – د مالټې په خوند کې لږغوندې تریخوالی پیدا کوی، خو په عین وخت کې د بدن د وزدې یا غوړ د چټک ویش یا خوریدا سره مرسته کوي. دغه انټي اکسیډن د پوهانو له نظره، د (hypolipidemic) هایپولوپيډامیک یا وزدې د ویلې کونکي وسیلې په توګه، کار ترسره کوي. انټي اکسیډن ینه اړ باسي چې غوړ زیرمه یا ذخیره یې نه، بلکې پروس کړي او همدارنګه پر هغو اخیستونکو یا جذبوونکو چې، د ینې د حجرو په هستو کې شتون لري، اغیز کوي .
همدارنګه، نارینګینین د اینسولین د جذب لپاره ، د بدن د پوستکي وړتیا زیاتوي.
پوهانو پدې اړه چې، د انټي اکسیډن نه د ډنګریدا د وسیلې په توګه کار واخیستل شي، خپله لیوالتیا او علاقه ښودلې ده. پدې اړوند د لویدیځې انتاریو د یوه انسټیټیوټ پوهانو څیړنې تر سره کړې. دوی جوته کړې چې، نارینګینین نه یوازې دا چې، د چاغیدو یا مزئیدا د ګواښ کچه را کموي، بلکې په بدن کې د مضره کولسټرولو کچه هم منظمه ساتي.