لونګ د مفاصلو د دړد درمل

ژباړه :
د ارتریت،روماتیزم، راډیکولیت، مایزایټیس او اعصابي دړدونو په وخت کې، د ملا، زنګونونو، څنګلو او جوړو د دړد د درملنې لپاره د کولنیا سره د لونګ مخلوط کولای شي چې ډیر ګټور تمام شي.
په یوه شیشايي بوتل کې، شل ګرامه لونګ د  کولنیا د دوه کوچنیو سره ګډ کړئ، بیا یې د بوتل خوله بنده کړئ او د یوې اوونۍ لپاره یې په تیاره ځای کې وساتئ. مخلوط باید وخت ناوخت وښوروئ.  
په لاس راغلی مخلوط باید قهوې یا کافي ته ورته رنګ ولري. پر هغه ځای چې دړد کوي، دغه مخلوط ولګوئ او ویې مږئ ، دړد به مو ورک شي.