تاغه یا ا ینځر: د شکر، کولسټرو ل او (triglycerides) لپاره درمل

ژباړه :
توغه یا اینځر یوه خوندوره میوه چې، ګڼ شمیر درملیزې ځانګړتیاوې لري. د میوې برسیره، د توغه پاڼې هم کیدای شي د بیلابیلو ناروغیو د درملنې لپاره وکارول شي. دلته د دغې میوې د ځینو ګټو په اړه خبرې کوو.

1-    د شکر ناروغۍ لپاره :
د توغه ونې پاڼې په پراخه کچه انسولین لري، نو که چیرې تاسو د شکر ناروغي ولرئ او له انسولینو نه ګټه اخلئ، باید پوه شئ چې، د ددې ونې د پاڼو اوبو څښل، وجود ته د انسولینو د پیچکارۍ کولو اړتیا را کموي.  تاسو کولای شئ چې اوبه وخوټوئ او بیا یې له اور نه لیرې کړئ د توغه پاڼې پکې واچوئ. سر یې پټ کړئ او د مخکې تر دې چې ویې څښئ، پنځلس دقیقې یې پریږدئ چې دمه وکړي.  
2-     د (triglycerides) ناروغۍ لپاره هم د پورته تګلارې او طریقې نه کار اخیستی شئ .  که تاسو غواړئ چې د (triglycerides) کچه مو نورمال او برابره واوسي، نو د توغه د پاڼو له اوبو څخه ګټه پورته کړئ. دا د زړه د حملې او همدارنګه د وزن د زیاتیدا په مخنیوي کې هم مرسته کولای شئ.
ایسټر(
triglycerides)  د دریو غوړو اسیډونو او ګلیسرینو یو ګروپ دی چې، د بدن د طبعي وزدې او غوړیو  مهم جوړونکی او تولیدونکی دی. په وینه کې د هغه د کچې لوړیدا او زیاتیدا د مغزي سکتې ګواښ زیاتوي.
3-    د معدې د ټپ یا زخم لپاره:
که غواړئ چې د معدې د ټپ او زخم درملنه وکړئ ، نو د اینځر یا توغه پاڼې په خوله کې وژویاست او اوبه یې تیرې کړئ.
4-    د قبضیت لپاره:
دغه میوه په لویه کچه فیبرونه یا ریښي لري چې، نه یوازې د قبضیت په درملنه کې مرسته کوي، بلکې د وینې د کولسټرولو کچه نورمال ساتي او د معدې د هاضمې سیسټم پیاوړی او ګړندی کوي. پس که غوښتي مو وي چې وزن مو لږ کم کړئ، پدې برخه کې هم درسره مرسته کولای شي.
 برسیره پردې، دغه میوه د بدن لپاره نورې ګڼ شمیر ګټې لري ، نو ځکه باید د امکان په صورت کې زیاته وخوړل شي، ترڅو مو د هاضمې سیسټم روغ رمټ واوسي او نورې ګټې هم ترلاسه کړئ.