ان ډاکټران ورته هک پک ول چې، څنګه یو عادي جوس کولای شي چې د شکر درملنه وکړي

ژباړه :
څلور کاله دمخه یو سړی خبر شو چې د شکر ناروغي لري او د وینې فشار یې لوړ دی، نو بیلابیلو تیلو ته یې اړتیا درلوده ، ترڅو د خپلې ناروغۍ مخه ونیسي.
سربیره پر دې، نوموړي پریکړه وکړه چې، درملنه به په طبعي ډول کوي او کمیاوي درمل به نه کاروي. ده د اومو یا خامو سبزیجاتو او میوو د خوړلو هڅه کوله چې خپله ناروغي ورغوي.
دی دخپلې ناروغۍ نه په ناڅاپي توګه خبرشو. په پیل یې احساس وکړ چې هره ګړۍ تیږی کیږي او کله چې خپل معالج ډاکټر ته ورغی، نو پوه شو چې د شکر ناروغي لري.
د ده د شکر کچه ۲۹ ته رسیدلې وه او ډاکټر ورته وویل چې یې له کاره لویدلی دی. ددې لپاره چې دی ژوندی پاتې شي، باید اینسولین وکاروي.
ده بل انتخاب نه درلود، مجبور وو چې د ډاکټر د لارښوونې سره سم، په منظمه توګه اینسولین وکاروي.
 
خو څه موده پس ددې حالت لاهم خراپ شواو د ډیرو درملو د کارولو له کبله ورته، ځینې نورې ستونځې هم پیدا شوې او د ټریګالیسرسیډ (triglyceride) کچه یې شپاړسو ته لوړه شوه، فشار یې هم ۱۵۰/۱۰۰ ته ورسیده.
لنډه داچې، نوموړی احساس کړه چې درمل ورته لا زیات زیان رسوي ، نو پریکړه یې وکړه چې ، دخپل ژوند نوې پاڼه پرانیزي او په پای کې بریالی شو چې خپلې ستونځې اوارې کړي.
نوموړي یوه ورځ په ټلویژیون کې د « ساینس د څنډه ) په نوم پروګرام کتلو نه پس، جوسر و اخیست او پریکړه یې وکړه چې خپل ژوند ته بدلون ورکړي .
د لومړۍ اوونۍ په ترڅ کې، د ځینو ستونځو او وسوسونو سره مخامخ شو، خو پرهغو یې غلبه وکړه او غوره کړي رژیم خپل اغیز وښوده او د هغه د شکر کچه پنځو ته راکښته شوه. د ده لپاره دا د حیرانتیا خبره وه، ځکه چې نوموړی د شکر تر دې کچې پورې د راکښته کولو لپاره، ګڼ شمیر درمل کارولي ول، خو ګټه یې نه وکړې. پایله دا شوه چې، نوموړي د اینسولینو کارول پریښودل، ځکه چې باوري دی چې، دده نوی د خواړو رژیم ‎، د ده د شکر کچه نه لوړوي. خو که د شکر یې لوړ هم شو، نو اینسولین خو چا ورنه ندي وړي، هغه به وکاروي. ددې لیکنې تروخته خو، دهغه د وینې شکر کچه ثابته پاتې وه او عین وخت کې یې، یوازې په ۲۵ ورځې،یوولس کیلوګرامه وزن هم له لاسه ورکړی وو .
د څلورو میاشتو وروسته، نوموړي په بشپړه توګه بدلون کړی وو او شل کیلوګرامه وزن یې له لاسه ورکړی وو، اینسولین یې نه وو کارولي ، خو د وینې فشار یې ۱۲۰/۷۰ ، یاني نورمال وو او د همدارنګه د (ټریګالیسرسیډ ) کچه یې 1.4 وه .
د دې جوس د جوړولو لپاره اړین مواد :

·         پنځه دانې کیلې
·         دوه دانې مڼې
·         دوه دانې کیوي
·         یو موټی کلم بروکلی یا (Kale)

د جوړولو طریقه:
پورته یاد شوي مواد به په یوه لوښي کې واچوئ او نیم لیټر اوبه به ورتوی کړئ.
دغه جوس یا شربت به نیم د سهار له خوا او پاتې نیم د ورځې په اوږدو کې وڅښئ.