که چاغ یاست او له غټې خیټې په تنګ یاست، نو دغه درسره مرسته کولای شي

ژباړه :
زیاتره کسان د مزیتوب یا چاغوالي او خیټې د لوی والي نه سرټکوي. پدې اړوند ډیری کسان خپلې تجربې د نورو سره شریکوي چې، څنګه کولای شي د مزیتوب او خیټې د غټوالي مخه ونیسي. زیاتره نخسې د لنډې مودې لپاره مرسته کوي، خو د وخت په تیریدو سره، انسان بیرته مزییږي او خیټه یې غټیږي. خو داسې یو درمل یا محلول هم شته چې،کولای شي یوازې په څلورو ورځو کې ستاسو وازدې ویلې کړي. له بله پلوه دغه درمل په بشپړه توګه طبعي دی او تیارول یې هم خورا اسانه دي. کولای شي په لاندې توګه هغه تیار کړئ.
اړین توکي :
·         د منځنۍ کچې یو دانه بادرنګ
·         یو دچایو څمڅه د ادرک پوډر
·         اته  ګیلاسه اوبه
·         یو دچایو څمڅه وچ شوي ویلني یا نعنا
·         دوولس  دانې د ویلني تازه پاڼې
·         یوه دانه د منځنۍ کچې لیمو        
د تیارولو طریقه :
بادرنګ له پوټکي پاک کړئ او بیا یې غوڅ کړئ. وروسته بیا لیمو غوڅ او ترخاځه یا ټوټې کړئ. بیا نو دواړه راوخلئ او د پورته نورو یادو شویو مواد سره یې په لوښي کې واچوئ. د یوې شپې لپاره یې په یخچال یا فریج کې ساتئ. راتلونکې ورځ یې ، د 5-4 ګیلاسو پورې وڅښئ.
 یاده دې وي چې، لومړی ګیلاس به په شامه یا وږې خیټه څښئ.

څلور ورځې دغه رژیم جاري وساتئ او بیا د یوې اوونۍ لپاره دمه وکړئ او د اوونۍ د تیریدو نه پس یې بیا پیل کړئ.
که ترڅنګه یې د خیټې د کوچني کیدو لپاره ځینې ورزشي تمرینات هم ترسره کړئ، ګټه به یې ډیره وي.