د انیمیا یا اوسپنې د کمښت د ناروغۍ درملنه

Image result for Iron Deficiency
ژباړه:

·         کمزوري
·         ستړیا
·         سالنډی
·         د پوستکي ژیړوالی
·         د سریشو یا خټو خوړل
·         د سرګنګسي
·         په پښو کې سستي یا خارښت
·         د ژبې پړسیدل یا بیماري
·         د لاسونو او پښو سوړ والی
·         د سردرد
·         د نوکانو ماتیدل

دا لاندې خواړه کولای شي چې د اوسپنې د کمښت یا ( Anemia) په مخنیوي کې ستاسو سره مرسته وکړي .
اوسپنه لرونکې غلې دانې :
·         د غوښې سرخي
·         غوزان یا مټک
·         هغه سابه چې ډیرې زرغونې پاڼې ولري
·         وچې میوې
د اوسپنې بشپړونکي   :
سو کولای شئ چې، د بدن د اوسپنې د کچې د لوړولو لپاره، د اوسپنې ګولۍ یا ټابلیټونه وکاروئ. که امکان ولري ، نو ښه به داوي چې، دغه ګولۍ او ټابلیټونه د ډوډۍ خوړلو نه دمخه ، په شامه یا وږې خیټه وخورئ، ترڅو ستاسو بدن وکولای شي چې، په کافي توګه اوسپنه جذب کړي. که ګولۍ مو معدې ته ستونځه جوړوي، نو په هغه صورت کې یې د خواړو سره وخورئ. تاسو به اړتیا ولرئ چې دغه کار ته څومیاشتې دوام ورکړئ.
برسیره پردې، ویټامین سي (Vitamin C) هم کولای شي ستاسو سره د اوسپنې په جذبولو کې مرستندویه واوسي.تاسو کولای شئ چې، کینو، نارنج او ورته نورې ویټامین سي (Vitamin C) لرونکې میوې وخورئ، ترڅومو بدن په ښه توګه وکړی شي اوسپنه جذب کړي