د دارچین او شاتو د مخلوط ګټې د روغتیا لپاره


ژباړه :
هرګهیځ په ناشتا کې د مربا پرځای ډوډۍ د شاتو او دارچین نه په جوړکړي مربا یا کریمو ومږئ او ویې خورئ. دا مو په وینه کې د کولوسټرولو کچه کموي او د زړه  د حملې نه مو ژغوري. ان دهغو کسانو لپاره چې، مخکې پرې د زړه حمله راغلې وي، د بیا ځلي حملې ګواښ را کموي.
په منظمه او پرله پسې توګه، د شاتو سره د دارچین د یوځای خوړل او کارول، تنفسي سیسټم  ښه کوي او د زړه غړي او عضلات غښتلې کوي. په امریکا او کاناډا کې، د بوډاګانو لپاره په ځینو مرستونونو کې، په منظمه توګه د دارچین او شاتو مخلوط بوډاګانو ته ورکول کیږي، چې د هغوی روغتیايي حالت ته یې د لیدو وړ ګټه رسولې .
سستي او ټنبلي:
وروستۍ څیړنې جوتوي چې، په شاتو کې شته شکر یا چیني، د بدن د ځواک او قوت د ساتلو لپاره، د زیان په پرتله، ګټه ډیره لري. د دارچین او شاتو د مخلوط په منظمه توګه کارولو سره، د ډیر عمرلرونکو کسانو د پام او فکر متمرکزوالی او ځوښت غښتلی کیږي.
ډاکټر میلټن چې،څیړنې یې ترسره کړې وايي، هره ورځ د سهارلخوا په شامه ګیده او د ورځې د دریو بجو په خوا شا کې چې د بدن د حیاتي فعالیتونو کچه را کښته کیږي، د ډوډۍ خوړلو نیمې څمڅې شاتو، دارچین او یو ګیلاس اوبو خوړل او څښل، د څو ورځو لپاره د بدن حیاتي فعالیتونه زیاتوي  او پیاوړي کوي.
ارټریټ  یا د مفصلو دړدونه :
د ارټریټ په ناروغۍ اخته کسان، کولای شي چې هره ورځ، د سهار له خوا، یوه پیاله تودې اوبه د دوو څمڅو شاتو او د چایو دیوې څمڅې دارچین سره یوځای وڅښي. که په منظم او پرله پسې توګه وکارول شي، نو ان د مزمنو او ډیرې مودې ارټریټ د درملنې لپاره هم ګټور ثابتیدای شي. 
دهغو څیړنو له مخې چې په وروستیو کې، د کوپنهاګن په پوهنتون کې تر سره شویدي، په ډاګه شویده چې، کله چې ډاکټر خپلو ناروغانو ته د یوې ډوډۍ خوړلو څمڅه شاتو، نیمې د چایو څمڅه دارچین پوډرو نسخه ورکوله،چې هره ورځ یې د سهار لخوا تر ناشتې دمخه وخوري، نو د 200 کسانو نه  د 73 کسانو دړدونه ورک شول او د یوې میاشتې په تیریدو سره،زیاتره هغه ناروغان چې، د ارټریټ له امله یې نشو کولای له یوځایه بل ځای ته وخوځیږي، پرته لدې چې د کوم دړد احساس وکړي، ازادانه خوځیدای او ګرځیدای شول.
کولوسټرول :
دوې د ډوډۍ خوړلو څمڅې شات او درې د چایو څمڅې دارچین پوډر ، په دوه ګیلاسه تودو اوبو کې ګډ کړئ او بیا یې وڅښئ. د دوو ساعتو نو په اوږدو کې به مو د وینې د کولسټرولو کچه  لس سلنه را کښته شي.  لکه پورته مو چې د ارټریټ لپاره یادوونه وکړه، دلته به هم دغه مخلوط د ورځې درې ځله څښئ ، ترڅو مو د وینې د کولوسټرولو کچه نورمال حالت ته را وګرځي. هغه کسان چې، د ورځنیو خوړو سره ،خالص شات په منظمه توګه کاروي، د کولوسټرولو نه د نورو په پرتله ډیر لږ سرټکوي. 
ایمونیټي یا د ناروغیو په وړاندې د بدن دفاعي سیسټم :
د شاتو او دارچین ورځني کارول د بدن فعالیتونه غښتلي کوي او د باکټریايي و ایروسو په وړاندې د بدن دفاعي ځواک زیاتوي. پوهانو موندلې ده چې، شات بیلابیل ویټامینونه او اوسپنه لري. د شاتو دایمې خوړل، د باکټریايي وایروسونو سره د مقابلې لپاره، د وینې د سپینو کرویاتو فعالیت ګړندی او غښتلی کوي او لدې پلوه ، د پيدا کیدونکو ناروغیو مخه نیسي.
د مثانې التهاب :
دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې دارچین ، یوه د چایو څمڅه شات ، د یوه ګیلاس تمڼو اوبو سره ګډ کړئ او بیا یې وڅښئ.  داپه مثانه کې میکروب وژني.
د ويښتان توييدل :
د ویښتانو د توییدنې یا پک کیدو د مخنیوي لپاره، کولای شئ چې د ويښتانو ولې یا ریښې ، د توده شویو  ښوونه یا زیتون تیلو، یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه شاتو، یوه د چایو څمڅه دارچین په مخلوط غوړ کړئ او پنځلس دقیقې وروسته یې پریمنځئ. 
د پوستکي ناروغۍ :
که دارچین او شات په برابر کچه سره یوځای کړی او دغه ګډ مخلوط، د پوستکي  پرناروغو برخو، دانو او نورو اغیزمن شویو ځایونو ومږئ،نو د ناروغیو درملنه به مو وشي.
اکنې یا د مخ سره دانې :
د دریو ډوډۍ خوړلو څمڅو شاتو او یوه د چایو څمڅه دارچین خمیر یا پیسټ جوړ کړئ، پر دانو یې ومږئ او راتلونکې ګهیځ یې پریمینځئ. په دوه اوونیو کې به دانې په بشپړه توګه ختمې شي.
د حشرو د چیچلو په مهال :
د ډوډۍ خوړلو یوې څمڅې  شاتو او دوه برابر ه یاني دوه څمڅو تودو اوبو اویوه دچایو څمڅه دارچین، یو مخلوط جوړ کړئ، بیا یې پر چیچل شوي ځای ومږئ. یوه یا دوه دقیقې وروسته به دړد لږ کرار شي.
د هاضمې خراپی :
د ډوډۍ خوړلو دمخه، دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې شات وخورئ . دا د معدې تیزابیت کښته کوي او د هر ډول خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.
د معدې ټپ یا زخم :
د شاتو او دارچین مخلوط د معدې دړد کموي او د معدې د ټپ له پاره هم ګټور دی.
د معدې باد :
په هند او جاپان کې د ترسره شویو څیړنو له مخې، د شاتو او دراچین مخلوط د معدې باد کموي.
د غاښ دړد:
د چایو یوه څمڅه دارچین پوډر او پنځه د ډوډۍ خوړلو څمڅې شاتو مخلوط ، که د ورځې درې واره وخوړل شي، نو د غاښ دړد ورک کوي.
د خولې بوی :
د جنوبي امریکا اوسیدونکي،ددې لپاره چې، ټوله ورځ یې خوله بد بوی ونکړي، د سهار له خوا، ترټولو دمخه خپله خوله د شاتو او دارچین په محلول غرغړه کوي.
ټوخی :
که په ټوخي اخته یاست، نو یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه توده شات د چایو د څمڅې د څلورمې برخې دارچین سره، د ورځې درې واره وخورئ، توخی به مو ورک او پوزه به مو خلاصه شي.
زکام :
د هسپانیا ډاکټرانو په ثبوت رسولې چې، شات هغه طبعي عنصر لري چې، د زکام باکټریا وژني او انسان د ناروغۍ نه ساتي.
سرطان :
وروستیو څیړنو چې په جاپان او اسټرالیا کې ترسره شویدي، په ډاګه کړیده چې، د معدې او هډوکو سرطان په بریالیتوب سره تداوي کیدای شي. هغه کسان چې پدې ډول ناروغيو اخته وي، هره ورځ باید یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه شات د یوې چایو څمڅې دارچین سره مخلوط کړي او د ورځې درې واره یې وخوري.
د عمراوږدیدا :
د شاتو او دارچین سره چای، که په منظمه توګه و څښل شي، نو د زړیدو یا زړښت پروسه ټکنۍ کوي. په دریو ګیلاسو سړو اوبو کې، یوه څمڅه دارچین ، څلور څمڅې شات ګډ کړئ او هره ورځ ، درې واره، د ګیلاس څلورمه برخه وڅښئ. ستاسو پوستکی به پوست او نرم شي او زړښت به مو ټکنی شي.