د نړۍ تر ټولو لوړ بیه مرچکی – کیلو ۲۵۰۰۰ ډالر

ژباړه :
د مرچو په اړه د هغوی د کوچني والي او غټوالي له مخې قضاوت مه کوئ، په ځانګړې تو ګه، کله چې خبره د هغو د بیې  وي. د اجي چاراپیټا(Aji Charapita) مرچ چې غټوالی یې د چڼې د دانې برابر دی، خو بیه یې کوچنۍ نه ده . یو کیلو ګرام یې تر پنځویشتو زرو امریکایي ډالرو پورې رسیږي.
د پیرو هیواد د شمالي سیمو اوسیدونکي، اجي چاراپیټا د ځنګلي مرچکي په نوم یادوي او دا لنډه موده کیږي چې وګړي یې د سوداګرۍ په موخه کري. ویل کیږي چې، که دغه مرچکي تازه وخوړل شي، دمیوې په شان تیز خوند لري چې، سالسا - Salsas (د لاتینې یو ډول مساله ده) او سس -Sauces ( یو ډول مایع ده چې په خواړو کې یې د خوند لپاره اچوي) ته ځانګړی ګرم خوند وربخښي،خو که په پخلي کې ترې کار واخستل شي،نو زیاتره د پوډرو په بڼه کارول کیږي چې، بیلابیلو خواړو ته حساس دمسالې خوند ورکوي. سره لدې چې تر اوسه دغه مرچکی په لویدیځو هیوادونو کې په بشپړه توګه پیژند نه لري، خو د مرچکو د مینوالو او اوو- ستوریو هوټلونو د پخونکو په منځ کې ډیر خوښونکي لري .
د دوو ډیرو ساده لاملونو له کبله به تاسو ته ستونځمنه وي چې، ددغو مرچکیو یو څودانې په لاس دروړئ. ترټولو دمخه دا چې، د پیرو هیواد نه دباندې هغه ډیر لږ موندل کیږي. تاسو به اړ یاست چې، د نیټ له لارې په ان لاین  توګه، د هغو د تخم خرڅونکی ومومئ او هغه وهم مومئ، نو بیه یې دومره لوړه ده چې، په اوریدو سره به یې ، ستاسو په زړه کې د رانیولو هیله مړاوې شي. د یو کیلو ګرام اجي چاراپیټا مرچکو چې، د مرچکو مور لقب هم ورته کارول کیږي، بیه لږ تر لږه پنځه ویشت زره امریکايي ډالرو ته رسیږي. اجي چاراپیټا د وانیل او زعفرانو ترڅنګه، د نړۍ تر ټولو لوړ بیه مساليي توکی دی.
د سکویلي د تودوخي د واحد (Scolville hotness unit ) له مخې، د ۳۰۰۰۰- ۵۰۰۰۰ درجو په لرلو سره، اجي چاراپیټا د سرو مرچیکو په لیکه کې دروي او د جالاپینو – jalapeño ( یوډول شنه مرچکي دي چې په میکسیکويي خواړو کې کارول کیږي) له څلورو نه تر شلو وارو ډیر تریخ دی.