د منګور زهر او وینه

ژباړه :
د ایچیس کاریناټوس ( ) منګور ،هغه زهرلرونکی منګور دی چې، د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا په سیمو کې پیداکیږي او د زهرو له کبله یې په نړۍ کې تر بله هر منګوره، ډیر وګړي خپل ژوند د لاسه ورکوي. پداسې حال کې چې، د دې منګاره زهر دومره تیز او زهرجن ندي، خو ډیر له غوسې ډک او برید کونکی وي او زیاتره د نړۍ په هغو ځایونو کې موندل کیږي چې، د زهرو په وړاندې کاریدونکي درمل یا د زهرو ضد درملو ته لاسرسی محدود وي.
کله چې په وینه کې ددې ډول منګور د زهرو یو څو څاڅکي ننوزي، نو د وینې د سرو کرویاتو د تخریب او وینې ټینګیدا یا لخته کیدو لامل ګرځي، وینه جیلي ډوله بڼه غوره کوي . په رګونو کې د وینې جریان له خنډ سره مخامخ کوي او دا د ژورو ټپونو او ګړندي مرګ لامل ګرځي.