کب نیونکې مرغۍ

کب نیونکې مرغۍ (Kingfisher)، بیلابیل ځلانده ښایسته رنګونه لري. په نړۍ کې ددې مرغۍ څه دپاسه 90 بیلابیل ډولونه او بڼې شتون لري چې، ګډ فزیکي جوړښت او ځانګړتیاوې- لوی سر، اوږده، تیره مښوکه او لنډې پښې لري. سره لدې چې دغه مرغۍ د کبانو په ښکار کولو نامتو ده، خو ترڅنګه یې حشرې، امفابي یا ذوحیاتین، کانیکبریا خرچنګ، لنډی غوايي یا حلزون او غڼې هم خوري .
لاندې کلیپ کب نیونکې مرغۍ ښيي، چې د اوبو لاندې کوچنی کب نیسي. پداسې حال کې چې، پخپله هڅه کې نه بریالي کيږي، بیرته له اوبو نه وزي .