هغه روغتیايي څښاک چې،مړی پر پښو دروي

ددې څښاک د تیارولو لپاره یوازې درې توکو ته اړتیا ده: اوږه، شات او د مڼې سرکه.
ددې څښاک ځانګړتیا،د وجود دایموني سیسټم په پیاوړتیا او د مضره کولوسټرولو د کچې په ټیټولو کې نغښتې ده.
دغه څښاک پر ګڼ شمیر کسانو ازمویل شویدی. دوه اوونۍ ، د دې څښاک په منظمه توګه کارولو په پایله کې، د هغو ناروغانو 
په روغتیايي حالت کېچې،ناروغۍ یې جدي او ګواښونکې بڼه درلوده، بهتروالی راغلی دی.
دغه رغونکی څښاک، جانبې زیان نلري او نه یوازې د هغو کسانو لپاره چې،روغتیایې ستونځې لري، بلکې د روغو کسانو لپاره هم، د اوږې، شاتو او مڼې سرکې مخلوط، یو بې ساری ګټور درمل دی. هغه د بدن ایموني سیسټم غښتلی او پیاوړی کوي.

 د تیارولو چل :
یوه پیاله د مڼې سرکه
یوه پياله طبعي، سوچه شات
لس د اوږې پلۍ

داوږې پوستکی به پاک کړئ.او  روغې پلۍ به یې د شاتو او سرکې سره ګډې کړئ، بیا به مخلوط په یو بوتل کې چې سریې سم بند شي، واچوئ او په یخچال کې به یې وساتئ.
د مخلوط دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې وخورئ. کولای شئ چې اوبه یا چای هم ورسره وکاروئ، خو په یاد ولرئ چې، د مخلوط د خوړلو نه پس به، تر پنځلسو دقیقو پورې څه نه خورئ.
د دغه مخلوط ګټه او اغیز به تاسو د پنځمې ورځې نه پس، احساس کړئ. سستي، د سردړډ به مو ورک شي، د هاضمې سیسټم به سم او ځان به ښه احساس کړئ. دا درملنه د انیمیا، بې خوبۍ او ضعیفوالي لپاره ډیره ګټوره ده. دغه څښاک د سرطان ناروغۍ د پیل په پړاو کې، دبدن دفاعي ځواک غښتلی کوي او د رغیدا میکانیزم را منځته کوي.
دغه څښاک وکاروئ او د سړدوخي په موسم کې به د ناروغیو نه امان کې شئ.