ازادي – ولې ډیری افغانان په افغانستان کې د امریکایانو پاتې کیدل غواړي!؟


ازادي هغه څه دي چې افغانانو پرې تل خپل سر ورکړي او دنورو سرونه یې هم روغ ندي پرې ایښي. افغانان هغه  ځانګړتیا چې دوی د نړۍ له نورو ولسونو نه بیلوي او تر هغو ځان ویاړلی بولي، دازادۍ سره بې بریده مینه او دهغې لپاره قربانۍ او سرښیندنې ګڼي. افغانانو دتاریخ په اوږدو کې، پرځان هره خواري او ناخواله منلې ده، خو پر ځان یې د پردیو واکمني او واک ندی منلی او د نړۍ ډیر زورو او لوی ځواکونه یې په نره له خپل ټاټوبي او خاورې په شا تمبولي دي او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړیدی.
خونن ورځ ډیری افغانان پدې انداو باور دي چې که امریکایان (چې پردي دي) زموږ له خاورې لاړشي، موږ به له ستونزو سره مخامخ شو، نوځکه خو غواړي چې د امریکا سره دې په هره بیه چې وي، دفاعي او ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، ترڅو امریکایان له افغانستان نه په بشپړه توګه خپل سرتیري او ځواکونه ونه باسي ، یاني پرځان د پردیو واکمنۍ ته یې سرټیټ کړیدی. مخکې تردې چې دا موضوع وڅیړو او لاملونه یې را وسپړو، لومړی راځئ پردې رڼا واچوو چې ازادي څه شی دی او افغانان ازادي څه ته ویلي او وايي؟
ازادي – پرته له داخلي او بهرني اړ ایستنې او جبر څخه ،د خپلې خوښې او ارادې سره سم ، دانسان دفکراو عمل کول امکاناتو ته ویل کیدای شي. خو دهربلې پدیدې په شان، ازادي هم نسبي پدیده ده او انسان په بشپړه یا مطلقه توګه نشي کیدای ازاد واوسي.انسان پرته د ده د ارادې څخه زیږي، لویږي او په پای کې زړیږي او مري. انسان د طبعیت په وړاند ې ، دټولنې په وړاندې اړ دی او مجبورا باید خپل ژوند د طبعیت او ټولنې له خوا د وضع شویو قوانینو سره په سمون کې عیار او محدود کړي . خو دهمدغو مجبوریتونو او قوانینو په چوکاټ کې ، ټولو ته د منلو او د ټولو په فکر او درک برابره ازادي هم کیدای شي چې انسان ورته اړتیا لري او پرته له هغې د انسان ژوند نیمګړی ګڼل کیږي.همدغه نسبتا بشپړه ازادي ، د سیاسي ، اقتصادي ، دپکر کولو او خیالاتو د اظهار یا بیان ،دعقیدې ،  له ازادۍ څخه عبارت ده.
ازادي دیته هم وايي چې څه دې زړه غواړي، ویې کړې او دکولو اجازه یې ولرې (البته پدې شرط چې د بل چاحقوق ترپښو لاندې نکړې او هغه زیانمن نکړې)، لکین داهم د ازادۍ یوه نه بیلیدونکې برخه ده ،چې څه دې زړه نه غواړي ، هغه ونکړې او څوک دې په زور او جبر د هغه کولو ته مجبور نکړي. خو دتاریخ په اوږدو کې موږ افغانانو ازادي یوازې او یوازې سیاسي خپلواکۍ ته ویلي دي، یاني په سیاسي لحاظ باید خپلواکه واوسو او پردی باید زموږ په خاوره کې واک و نه چلوي. کله هم چې کوم پردي ځواک پر افغانستان کې خپله پښه ایښي ده، نو افغانان،که نر دی یا ښځه، ځوان دی یا بوډا، راپاڅیدلي دي او د پردي په وړاندې یې دخپل سراومال په بیه جګړه او هاند کړیدی، ترڅو خپل مراد ته چې له هیواده د پردیو شاړل یا ایستل وو، ترلاسه کړي. لکن موږ افغانان د ازادۍ د نورو بڼو یا اړخونو څخه، چې هغه : اقتصادي، عقیدوي، نظریاتي، د بیان ازادي، د سوچ او پکر ازادي، د کړلو او نه کړلو ازادي ،  ده، یا خو بې خبره ساتل شوي یو او یا خو هم موږ پخپله هڅه نده کړې چې ځانونه پرې پوه کړو. موږ تل خپل هیواد په سیاسي لحاظ ازاد ساتلی وو، یا مو غوښتل چې ازاد یې وساتو، خو مخکې تردې چې دخپل هیواد د ازادۍ په اړه پکر وکړو او د پردیو په وړاندې دخپل سر په بیه د جګړې مورچل او ډګرته ور ودانګو، دا پکر مو کله هم نه ووکړی اوندی کړی چې ، وروسته له هغې چې هیواد ازاد کړو، په هغه کې باید کوم نظام رامنځته کړو، څوک باید خپل واکمن وټاکو ، ترڅو موږ نیکمرغه، هوسا او ازاد ژوند ولرو.
هرمهال، موږ جنګیدلي یو، سرونه مو بایللي دي، وینه مو تویه شوې او تویه کړیده، لکن په پایله کې یې سره لدې چې پردی نه ، بلکې خپل به وو، خو یو مستبد او ټولواک مو پرځان واکمن کړیدی. موږ د سیاسي ازادۍ دلرلو په خوښۍ او خوشالتیا کې ، نورې ټولې ازادۍ له پامه غورځولې وې او دخپل هیوادوال واکمن او غیرعادلانه نظام تر سیورې لاندې مو خپل ژوند تیراوه. زموږ هغه ازادۍ ،چې پورته مو یې یادوونه وکړه، له بده مرغه چې دتیرو څو لسیزو په اوږدو کې ، تر بل هرچا زیات، زموږ دخپلو لخوا زموږ څخه اخیستلې شوې دي، نن هم لا اخیستل کیږي او په راتلونکې کې هم کیدای شي تر ګواښ لاندې وي .
دتیرو کابو څلویښتو کالونو په اوږدوکې ، زموږ په هیواد کې ، دوګړو هرډول حقوق ترپښو لاندې شول، ځان او مال یې خوندي نه ول، په کور او کوڅه کې د ګواښ سره مخ ول، د ننګ او ناموس سپکاوي یې وشو او انساني کرامت او ملي غرور یې پایمال شو. دا چې دا ټول کرغیړن عمال د چا لخوا او دچاپه لسمون او مرسته، دکوم پلان او ستراتیژۍ له مخې وشول، دا شاید هر وګړي ته جوته نه وي اویا خو چا هڅه نه وي کړي چې ورته جوته شي، بلکې دومره پوه دي چې دا ټول ناخوالې او نادودې چې ورسره وشولې، نو خپلو افغانانو ورسره وکړلې او یا که د پردیو په لمسون هم وو، خوپلي کونکي یې زموږ خپل افغانان وو. له یوې خوا ، په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو د ناورین په ترڅ کې زموږ هیواد وال دیته اړ شول چې خپل کورکلی پریږدي او نورو هیوادو ته کډه وکړي.ښکاره خبره ده چې، دهغو هیوادونو د وګړو د ژوند او تفکر بڼې او طریقو ، کلتور او ناستې پاستې تر ډیره بریده د افغانانو په چل چلند اغیز وکړ او دډیرو شیانو په اړه ، چې تر پرونه یې یا خو ورته پام نه وو او یا خويې مهم او د ارزښت وړ نه ګڼل، په اګاهانه یا غیراګاهانه توګه، پکر کول او غور کول پیل کړل.
له بله پلوه ،د شلمې پیړۍ په پای کې چې نړۍ د ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدو په لور روانه شوه، دټکنالوژۍ او ورسره د رسنیو د پراختیا او هغو ته د وګړو د لاسرسي له برکته، اوس چې د نړۍ وګړي دیوبل د ژوندانه دحالاتو او بڼو نه په اسانه خبریدای شي، نوښکاره او پر منطق برابره خبره ده چې د افغانانو پر سوچ او پکر یې هم ترخپلې کچې اغیز کړی دی.
افغانان اوس د خپل هیواد او وطن ازادي او خپلواکي هغه وخت بشپړ او کامله احساسوي ،چې په همدې هیواد او وطن کې اوسیدونکی انسان ازاد وي. د فردي ازادۍ پرته ورته د نورو ولسونو په شان، د خپلو هیواد ازادي هم نیمګړې ښکاري. نو دتیرو څو لسیزو د ترخو تجربو او د وروستیو دوولسو کالونو، نسبتا ازاد او خوندي ژوند نه چې دبهرنیانو په شتون کې یې تیرکړی، په پند او عبرت اخیستنې سره ، پکر کوي چې ددوی فردي ازادي د بهرنیانو په شتون کې پلې او خوندي پاتې کیدای شي . شاید چې همدا دلیل وي چې نن ورځ ډیری افغانان له هیواد نه د بهرنیانو په وتلو راضي ندي او د هغوی د پاتې کیدو هڅې او هیلې لري،بې خبره لدې چې، دا شتون به د هیواد او په وروستۍ پایله کې د دوی په زیان تمامیږي.


زیب منتظر مسید