د روسیې صدراعظم دیمتري میدودیف له کریمیا څخه لیدنه کوي او دا له
اکراین څخه
د دغې ټاپووزمې د جلا کولو وروسته د جګ پوړي روسي چارواکي لومړۍ کتنه ده.
میدودیف نن د ټویټرله لاري ویلي؛ دی په سیمفروپول ښار کې دی او حکومت به نن دلته د کریمیا د پرمختګونو په اړه بحث وکړي.
خبري رسنۍ وایي، میدودیف د روسیې د وزیرانو او معینانو د یوه هیئت په مشرۍ کریمیا ته تللی او تمه ده چې، د دغې ټاپووزمې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په اړه بحث وکړي.
نړۍ د روسیې له خوا د کریمیا اشغال په رسیمت نه دی پیژندلی؛ متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیي او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دا یو غیر قانوني عمل بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د یکشنبې په شپه په پارس کې له خپل روسي سیال سرګي لافروف سره څلور ساعته خبرې وکړې او د اکراین د بحراین په اړه یې بحث وکړ.