غزل




غزل
نن یې راته وویل چې مې خوښ دستا غزل شولو
څه به وي غزل، ښکاري احساس ددې بدل شولو

ماویل چیرته بیا لکه چې تندر روڼ لمر ونیوه
ستاپه ښکلي مخ باندې چې خور را تور اوربل شولو

خوله یې لا پرانیستې نه وه، شاید انتظاریې کړ
ګل چې ورنژدې کړلاس،غوټی وه ترې جوړ ګل شولو

دومره په تن خوار،زهیرغمونو د بیلتون کړمه
راغی ویې نه پیژندم،لاړ خطا اجل شولو

غو چې پر وطن قربانوه ځان لاړل خاورې شول
چاچې کړل قربان پردي زامن،راته اتل شولو

ځه ورته اظهار دمینې وکړه،چا سلا راکړه
ورک دې شي اظهار، خبرشو کلی، جوړ غوبل شولو

مینې ته یې زړه کیږي، خو سر هم سلامت غواړي
نه پوهیږم څنګه (منتظر) دومره پاګل شولو


جلال اباد
11/02/2014