ګیله


ګيله

کله کله ډېرپه تنګ شم ،پورته خولې نه ناله شي
لويه خدايه په قارنشې ،تانه ومې لږ ګيله شي
تابې شمېره اوبې کچې خوشالي خوندونه جوړکړل
بې حسابه غم دې جوړکړ،وير،فرياد،دردونه جوړکړل
بياغجبه وېش دې وکړ،چاته ورخوندونه ډېرکړل
څوک بې برخې له ښادۍ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ نه ،پرمهال دوېش دې هېرکړل
ماهم ډيرې ستا درګاه ته د ښيګړې دعا وکړې
دنيکمرغه ،هوساژوند مې، درنه خواست، تمناوکړې
دعا ټولې مې اولټاځي ، د ديوال سره ټکرشي
خر،جک جوړ ولاړغوجل کې، پرغويي وربرابرشي
ماجنت درځينې وغوښت،تاپه سره دوزاخ ورګډکړم
ماکړه هيله د وزرو،تامې پښې هم ماتې ګوډکړم
ما تودوخه دلمرغوښته که مې زړه لږ پرې ټکورکړ
تاهرڅه راله لمبه کړل،راله کوردې سورتنورکړ
مامې ګل له سرخي غوښته تا ټول بڼ پر وينو رنګ کړ
ما امېد د بنګلې وکړ،تا جوړکورهم راله ړنګ کړ
ماباران درحمت غوښتو تا توپان جوړد ګولۍ کړ
په بمونو او توپو دې سمه غر راله سوروی کړ
مابچي له پوهه غوښته خوتا جوړترې ټوپکزن کړ
زه وم ستړی له دښمنه ،تامې ورور راله دښمن کړ
زه طلب کې دغيرت شوم ،تامې عقل رانه لرکړ
ماګوزارپه غليم کړلو،تا پر ورور مې برابرکړ
خپل لار ورکې قافلې ته ما سالار درځينې وغوښت
چې غدۍ پرکاروان بريدکړتاراکړی سالاروتښت
مالښکردرځينې غوښتو،تا لارزن راسره مله کړل
مايې تمه دغيرت کړه،تا ترې جوړ لوټمار او غله کړل
زه په هوډ په نيت وم پورته ،چې دښمن نه ځان ازادکړم
دوی زماګرېوان ته لاس کړ،شرمينده يې د عبادکړم
که مې بخت  په تور ټکو له اجل وي ليکل شوی
يا سزا وي د اعمالو، ستا عذاب را نازل شوی
لويه خدايه معافي وکړه، د تا کړه زموږ رضا ده
خوسوګنددی نه پوهېږم چې مې کړې څه ګناه ده

2009/8/9
پېښور