غزل


 غزل

ياره ځارشم بيادې شونډې په خنداشوې
لکه سرې غو ټۍ دګل په بڼ کې واشوې
تصورمې تخيل ته اوږه ورکړه
ته يې جوړه ،سراپا، نازاو ادا شوې
درقيب د بري ډارمې له زړه ووت
چې په تريوتندي يې تيره نن ترخواشوې
ستاله حسنه مې ژوندون رونق پيداکړ
لکه مياشتې لره لمر،هسې ماناشوې
چې اوښبان يې دبهيرليوانو وخوړ
قافلې شوې بې منزل ورک په صحراشوې
دباطن اصل راويې وزي مستۍ کې
پرې بدنام هسې ساقي شواو ميناشوې
نن ژوند وکړه ګني خدايږوشې [ليبخور]به
که په پکردپرون شوې یا سباشوې
دجنت هيله دې مړاوې کړي په زړه کې
که خو غوږ ومسئلو ته د ملا شوې
نن دې پيغلې بې پروا شوې ترڅنګ تيرې
راته ښکاري ( منتظره) چې بوډا شوې

اسلام اباد
19/10/2006

لیبخور= پښیمانه