په ځانمرګو بریدونو کې یو پخوانی سناتور لاس لري- د ملي امنیت رييس وايي،


Nabil

د افغانستان د ولسي جرګې په غونډه کې د ملي امنیت سرپرست وویل چې د مشرانو جرګې د تېرې دورې یو سناتور د هیواد په انتحاري حملو کې لاس لري.
رحمت الله نبیل د ولسي جرګې عمومي غونډې ته، چې د هیواد پر امنیتي وضعیت بحث ته رابلل شوې وه، وویل:«د یوه ځانمرګي برید په تنظیمولو کې د یوه پخواني سناتور د لاس لرلو په اړه اسناد لري خو افشا کولی یې نه شي.
ده د دغه سناتور د نوم د نه افشا کولو د علت په اړه وویل چې د هیواد حالات داسي دي چې که هغه افشا کړي حالات نور هم خرابېږي.
«موږ بشپړ اسناد لرو خو وخت یې نه دی ځکه تاسو پوهېږئ چې که موږ څوک د قاچاقبر یا جاسوس په نوم ونیسو په هیواد کې لوی جنجال جوړېږي.»
د ملي امنیت د ريیس رحمت الله نبیل دې څرګندونو د ولسي جرګې ځیني غړي وپارول، ویې ویل، په داسي حال کې چې اسناد او شواهد له ملي امنیت سره وي، باید اقدام وکړي.
د ولسي جرګې غړي احمدشاه رمضان وویل:«ولي امنیتي ځواکونه پر له پسې د ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي.»