دصحراګل


دصحراګل

زه ګل ،ګل دصحرا وم

په بيدياکې لوييدمه

نه ښکلا دچا د بڼ وم

نه اميل د چا د غاړې

نه اوبه چاراکولې

نه ويالې مې پيژندلې

نه محتاجه د باران وم
بې خبره له ګلدان وم

وچې شونډې لندوې مې

دګهيځ پرخې پرڅاڅکو

دسهارتنکي نسيم به

زه له خوب راويښولم

دسپيرې بيديا بلبلو

به په شونډو ښکلولم

څوګړی څوشيبې ژوند وو

په خوښۍ مې تيرولو

خو!

چارابيل،چارا جداکړم

له سپيرې شړې بيديا نه

شين خالۍخړې خيرنې

پونده جينې له څنګه

دشپونکي له دږو ګوتو

له پګړۍ اوشملې دنګه

زيب زينت يې دخپل ځان کړم

دګملې يې بنديوان کړم
نه نغمې د بلبل اورم

نه نسيم  راباندې لګي   

نه د لمر وړانګې ځليږي

نه خو پرخه را اوريږي

بس بې خونده يو ژوندون دی

چې پرما باندې تيريږي
27/5/2008

پيښور