د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه برخه نتیجه اعلان شوه

 
د افغانستان د انتنخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لس فیصده نتیجه اعلان کړه چې له مخې یې، عبدالله عبدالله ۴۱ اعشاریه ۹ فیصده رایي خپلې کړې دي، اشرف غني احمدزي ۳۷ اعشاریه شپږ فیصده رایي ګټلې دي او زلمي رسول ۹ اعشاریه ۸ فیصده رایي وړې دي. عبدالرب رسول سیاف ۵ اعشاریه اووه فیصده رایي او قطب الدین هلال ۲ اعشاریه اووف فیصده رایي خپلې کړې دي.
دا رایي د شپږویشت ولایتونو دي .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستاني خبرې غونډې ته په کابل کې وویل چې دا یوه برخه نتیجې دي او تغییر پکې را ځي. د نورستاني په وینا تقلب په ډیرو ځایونو کې شوی دی او هڅې کوو چې دا تقلب پاک کړو.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ژمنه کړې وه چې د ۲۰ ولایتونو ۱۰٪ نتیجه به د شنبې په ورځ اعلانوي، خو بیا داسې راپورونه خپاره شول چې کاندیدان جوړجاړي ته هڅول کیږي او په دغو نه تایید شویو راپورونو کې وویل شول چې ولسمشر کرزی کاندیدان هڅوي چې له دوهم پړاو انتخاباتو راوګرځي او په خپلو کې جوړجاړی وکړي.
د همدې راپورونو له مخې ویل شوي وو چې حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه غوښتي چې یو شمیر وزارتونه، سفارتونه او ولایتونه عبدالله عبدالله او زلمي رسول ته ورکړي او یو ایتلافي حکومت جوړ کړي خو احمدزي له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دوهم پړاو انتخابات مني او ایتلافي حکومت نه جوړوي.
د جعلي راییو او درغلیو راپورونه هم د کاندیدانو له لورې له کمیسیون سره شریک شوې دي. د اشرف غني ډله تور پورې کوي چې په ځینو ولایتونو کې د عبدالله او زلمي رسول کسانو صندوقونه ډک کړې دي. د عبدالله ډله بیا وایي چې د افغانستان په جنوب کې د اشرف غني په ګټه نارینه و د ښځو پر ځای رایي کارولي دي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غړیو هم تور پورې شوی دی چې قصدا یې په ځینو مرکزونو کې رایي اچوونکو ته ویلي دي چې رایي پاڼې خلاصی شوې دي څو هغوی رایي ورنه کړي او په ځینو مواردو کې دا خبره  هم شوې ده چې د کمیسیون خلکو مخکې تر ټاکلي وخت خپل مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړلي وو.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په خپلې ویبپاڼه کې اعلان کړی دی چې د دوی له نتیجو پرته چې کومو کسانو په فسبوکونو او نورو عامه رسنیو کې د انتخاباتو د نتیجو اعلانونه کړې دي هغه سم نه دی او له قانوني پلوه د منلو نه دي، ځکه چې خپلواک کمیسیون یوازینۍ رسمي مرجع ده چې د نتیجو د اعلان حق او صلاحیت لري.
که چیرته  په اتو کاندیدانو کې یو هم تر پنځوس فیصده زیاتې رایي خپلې نه کړي انتخابات  به دوهم پړاو ته ولاړ شي  چې بیا به  د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ چې تر نورو یې ډیرې رایي ګټلې دي د دوو اونیو په ترڅ کې بیا انتخابات وشي او هر کاندید چې ډيرې رایي خپلې کړې هغه به ګټونکی اعلان شي.
ټاکل شوې ده چې د دې انتخاباتو ابتدایي نتیجې د غویي په لومړۍ اونۍ کې او بیا وروستۍ رسمي نتیجې د ثور په ۲۴ اعلان شي.