
ناسمه پښتو **په رسنیو کې وینم او اورم چې زیاتره هغه پښتانه چې هڅه کوي سوچه یا نږه پښتو ووایي نو د (انتظار) لپاره( تمه ) ټکی یا کلیمه کاروي چې زما په پکر دا ناسمه پښتوده، ځکه چې تمه د (طمع ) پښتو اړول شوې لیک بڼه ده اوهرګز د انتظار مانا نشي ورکولی. تمه او انتظار دوه بیل لغتونه او مفاهیم دي، خو دسوچه پښتو ځینې له بریده زیات مینوال بیا څرنګه چې په پښتو کې موږ د انتظارلپاره کوم لغت نه لرو، نو سرزوري کوي، ورته د تمه کلیمه کاروي چې شاید سم نه وي.. . دبیلګې په توګه په فیس بوک یو چا لیکلي وو:
( ده هر سه تر شاه انسان باید ده مرگی تمه هم ولری ولی چی هغه راتلوونکی ده)، یاني چې باید د مرګي انتظار هم ولرو....تمه هیلې ته ویلی شو،نه انتظار ته...

دپښتو
ياګانې:
****************
۱- (ی) = د نارینه یا مذکر نومونو لپاره:
لکه : زلمی ، لرګی ، سړی، منګی...
۲- (ي) = د نارینه نومونو د جمعې لپاره:
لکه : زلمي، لرګي، سړي، منګي...
۳- ( ۍ) = ښځینه یا مونث نومونو لپاره:
لکه : نړۍ ، کړکۍ، سپوږمۍ، هګۍ...
یادوونه: ښځینه نومونو د جمعې لپاره هم (ۍ) کارول کیږي
۴ – (ې) = دښځینه نومونو او صفتونو لپاره:
- نومونه ، لکه : ادې، شیدې ...
- صفتونو لپاره، اوږدې، لنډې، شنې...
۵- (ئ) = د امر په صورت کې د جمعې لپاره :
لکه : وخورئ، کینئ، مه ژاړئ....
****************
۱- (ی) = د نارینه یا مذکر نومونو لپاره:
لکه : زلمی ، لرګی ، سړی، منګی...
۲- (ي) = د نارینه نومونو د جمعې لپاره:
لکه : زلمي، لرګي، سړي، منګي...
۳- ( ۍ) = ښځینه یا مونث نومونو لپاره:
لکه : نړۍ ، کړکۍ، سپوږمۍ، هګۍ...
یادوونه: ښځینه نومونو د جمعې لپاره هم (ۍ) کارول کیږي
۴ – (ې) = دښځینه نومونو او صفتونو لپاره:
- نومونه ، لکه : ادې، شیدې ...
- صفتونو لپاره، اوږدې، لنډې، شنې...
۵- (ئ) = د امر په صورت کې د جمعې لپاره :
لکه : وخورئ، کینئ، مه ژاړئ....

ځرځی
******
کره پښتو: ځرځی= سرسري سوزیدلی. لکه د پسه سر او پښې چې پرلمبو سوزوي تر څو یې له ويښتو نه پاک کړي... خو دغه ټکی د سترګو لپاره هم کارول کیږي...مثلا ... ددې جنۍ دغه ځرځۍ ځرځۍ سترګې،ډیرخوند کوي...
******
کره پښتو: ځرځی= سرسري سوزیدلی. لکه د پسه سر او پښې چې پرلمبو سوزوي تر څو یې له ويښتو نه پاک کړي... خو دغه ټکی د سترګو لپاره هم کارول کیږي...مثلا ... ددې جنۍ دغه ځرځۍ ځرځۍ سترګې،ډیرخوند کوي...
ناسمه پښتو
*************
*************
ناسمه پښتو: پرون مې
په ټلویژیون کې لیدل چې
ویاند وایي: نړۍ د افغانستان څخه د ملاتړ لپاره... دلته دغه جمله زما په پکر د پاړسۍ نه ژباړل شوې،یا (باخاطرپشتیباني از
افغانستان ) چې په پښتو کې باید داسې ونه لیکل شي بلکې داسې باید ولیکل شي : نړۍ د افغانستان د ملاتړ لپاره ...
ناسمه پښتو
*************
ناسمه پښتو: همدا اوس مې یو خبر ولوسته چې په یوه ويبپاڼه کې خپورشوی دی، په خبر کې ویل کیږي:(د ((تحريک طالبان پاکستان)) لخوا د هغه چاودنې پړه پر غاړه واخستل شوه)، دلته د (پړه ) لغت کارول ناسم دي، ځکه چې پړه، ګرموالي او ملامتۍ ته وایي او طالبان یا بل کوم لوری، ملامتي او ګ...

پاریڅار یا پاریڅر
*******************
*******************
ویلې داسې پاریڅار پاریڅار ګرځې ( ولې داس پاریڅار پاریڅار ګرځې)...
بل مثال : دغه توره غوا ولې داسې پاریڅره،پاریڅره ګرځي؟