ويښې
شپې
ورځې موتیرې کړې په خوب، ویښې موشپې پاتې شوې
ځکه اغیارلاړ تر منزل، زموږ قافلې پاتې شوې
تندې اخیستي ور روان یو د سراب
په لوري
څیرمه ترڅنګ مو د چینې اوبه رڼې پاتې شوې
د بل
پر سر باندې ږدو پښه، خوځانته لاره باسو
غم دعقبا
دی رانه هیر،رانه سجدې پاتې شوې
زاهدپه یوه پیاله تسل نه کي، ویالې یې
غواړي
هسې
په حرص کې دساقي ترې پیمانې پاتې شوې
ورنه
لټون کې دجنت د غونډو منډوحورو
ددې دنیا دا ښکلې پیغلې سپينې سرې پاتې شوې
هغه چې تلي، ښه یابد وو بیرته نه راګرځي
دچا نه
بدې خاطرې،
دچانه ښې پاتې شوې
بس (منتظره) دجنت
غم خوره جومات ته مخ کړه
لاړه ځواني نورې دعشق مینې کیسې پاتې شوې
12/05/08
پیښور
