په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولینو ته ګواښونه شویدی

په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولان وايي چې د ولسمشرۍ د یوه کاندید له لوري د مرګ خبرداري ورکړای شوي دي.
په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالله شېرزي وویل، وروسته له دې چې ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو لک جعلي رایې باطلې کړې په مختلفو ډولونو د مرګ خبرداري ورکول کېږي.

ښاغلی شئېرزی او مرستیال یې قربانعلي کرماني وايي چې د فېسبوک، ایس ایم ایس او ټېلفون له لارو په مرګ ګواښل کېږي.

دوی وايي چې دا خبرداري د عبدالله عبدالله یا د نوموړي د پلویانو له لوري ورکول کېږي ځکه چې د دوی له لوري په یو لک باطل شویو رایو کې لوی اکثریت د عبدالله عبدالله دي.

عبد الله عبدالله، چې تر انتخاباتو مخکې ادعا کوله درغلي یې اصلي سیاله ده، اوس داسي ښکاري چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې تر ټولو کاندیدانو زیاته درغلي کړې ده.

ښاغلي شېرزي وویل:«خبرداري د دې لپاره د ولسمشرۍ د کاندیدانو دي چې موږ د جمهوري ریاست رایې باطلې کړي دي، د دغو رایو لویه برخه د عبدالله عبدالله دي، موږ بېرېږو  او سل په سلو کې خطر احساسوو او حتي له دفتره وتلی نه شو.»

د هرات ولایت د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیال مسوول قربانعلي کرماني ته هم ورته خبرداري ورکړای شوي دي.

ښاغلي کرماني وویل، اکثره خبرداري د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري ورکول کېږي ځکه چې تر ټولو زیاتې رایې یې باطلې شوي دي.

ده همداراز وویل:«له دفتره وتلی نه شوو، زما ټېلفون ته پر له پسې خبرداري را مسیج کېږي او پکې ویل کېږي چې ستاسو پرېکړه سمه نه ده.»

خو په هرات کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مسوول محمد ناصر خاصع وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د مسوولانو ادعا بې اساسه ده. خاصع وویل چې عبدالله عبدالله زیاتې رایې ګټلي ځکه د چا ګواښلو ته اړتیا نه لري.