د افغانستان رسنۍ وايي چې د افغان طالبانو د جنګي عملیاتو
عمومي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د طالبانو په منځ کې تر نورو سخت
دریځی ګڼل کېده، له خپل مسوولیته استعفا کړې ده.
ادعا کېږي چې ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د طالبانو د پوځي
کمیسیون مشر و، له ډېرې مودې راهیسي ناروغ و او له همدې کبله یې استعفا کړې
ده.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت او د سولې
عالي شورا په دې خوشاله ده چې ملا عبدالقیوم ذاکر استعفا کړې ده. دوی فکر
کوي چې ملا ذاکر د سولې او پخلاینې سخت مخالف و او اوس چې دی له صحنې لېري
شوی نور طالبان به سولې ته مخه کړي.
ملا ذاکر یوه موده په ګوانتنامو کې بندي و خو کله چې په ۲۰۰۷
میلادي کال له هغه ځایه خوشي شو او د افغانستان حکومت ته وسپارل شو، افغان
چارواکو خوشي کړ.
خو ذاکر له خوشي کېدو سمدستي وروسته د کوټې له شورا سره یوځای شو.
طالبانو تراوسه پوري د ملاذاکر د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.