د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي چې د
نن /دوشنبه/ د ماښام له اوو بجو څخه د رایو د باطلېدو په اړه پر شکایتونو
غور پیلوي.
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویندوی او منشي نادر
محسني نن وویل چې نن غرمه په دغه کمیسیون کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د
ابتدايي پایلو په اړه ۷۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د ښاغلي محسني په وینا له یوه شکایته پرته چې ګل اغا شېرزي کړی، نور ټول شکایتونه د عبدالله عبدالله له لوري ثبت شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی وویل:«دا شکایتونه په
کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، خوست، کونړ، بلخ، کندهار،
فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې د رایو په اړه شوي دي.
پرون ماښام ۷ بجې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره وروستی
مهلت ټاکل شوی و خو څرنګه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پایلو تفصیل په
ویبپاڼه کې نه و خپور کړی، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د ثبت
وخت ۲۴ ساعته اوږد کړ چې نن ماښام اووه بجې پای ته ورسېد.
ښاغلی محسني وايي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له قانون
سره سم پر هغو شکایتونو، چې د رایو د باطلېدو په اړه ثبت شوي دي، د شکایت
له ثبت کېدو ۴۸ ساعته وروسته غور پیلوي.
ده همداراز وویل، د ابتدايي پایلو پر شکایتونو، د کمیسیون د
ولایتي دفترونو پر پاتې شکایتونو او د استینافي مواردو په باب راتلونکې
اوونۍ په علني غونډو کې غور کېږي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دا هم وویل چې د
انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د رای ورکولو د ۵۲۵ محلونو د رایو د
باطلېدو په باب که شکایت وشي، وبه یې څېړي.
د انتخاباتي شکایتونو ویندوی له هغو کاندیدانو، چې د ځان پر
خلاف د شکایتونو په وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده، وغوښتل چې له کره
سندونو سره د کمیسیون علني غونډو ته حاضر شي.