د ایراني کردانو هغې کورنۍ ته چې په سویډن کې یې د مهاجرت اسنادو ستونزې درلودې او بیرته ایران ته استول کېده، د الوتکې مسافرینو نجات ورکړ.
قادر قلامیري څو کاله مخکې د محاکمې او وژل کېدو له ویرې له ایرانه تښتیدلی وو.
دی او میرمن یې اوس دوه ماشومان لري.
قادر په پيل کې ترکېې ته تښتیدلی وو او هلته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېوالې ادارې [UNHCR] د مهاجرت اسناد ورکړي وو.
دی پينځه کاله په ترکېه کې وو، څو چې سویډن ته د تګ امکانات ورته برابر شول، خو د سویډن حکومت پریکړه وکړه چې یوازې په دې شرط مهاجر منل کېدای شي چې د سویډن حکومت ته له یوه بهرني هېواده غوښتنلیک ور واستوي.
تیره اونۍ، په داسې حال کې چې د سویډن حکومت دا کرد ایرانی په الوتکه کې ایران ته د ستنولو لپاره سپور کړی وو، د هغه ملګرو او د کورنۍ غړو د الوتکې د انتظار په سالون کې په اعتراض لاس پورې کړ.
دوی ټولو هغو مسافرو ته چې په همدې الوتکه کې یې سفر کاوو، د قادر او د هغه د کورنۍ د برخلیک کېسه وکړه او ټول مسافر يې خبر کړل چې دی ایران ته له ستنیدو سره سم د محاکمې او ان مرګ له خطر سره مخامخ کېدلای شي.
د الوتکې مسافرینو د هغه د ژغورلو لپاره په الوتکه کې د خپلو چوکېو د کمربندونو له تړلو ډډه وکړه او د الوتکې پيلوټ ونه توانید چې پرواز وکړي.
په سویډن کې د مهاجرینو د ملاتړ د ځانګړې شبکې مشرې ثنا ویستن د انډپنډنت خپرونې ته ویلي:
″هیڅ څوک له دې انکار نه شي کولای چې د دې کورنۍ ماشومان به د هغوي د پلار د ایستل کېدو په صورت کې سخت متاثره شي.″
د ثنا ویستن ټینګار پردې وو، چې که د سويډن حکومت په زور قادر وباسي، د هغه د ماشومانو پر روحیه به ناوړه اغیز وکړي.
د سویډن د مهاجرت ادارې قادر ته وویل، چې ناروې ته ولاړ شي او له هغه ځایه په سویډن کې د پناه اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.
قادر قلامیري دوې اونۍ په ناروې کې تیرې کړې خو بریالی نه شو، چې له هغه ځایه خپل اسناد د سویډن د مهاجرت ادارې ته ور واستاوي او بیرته ستاکهلم ته ستون شو.
ترستنیدو وروسته سویډني چارواکو ورته وویل، چې په ناروې کې دوې اونۍ پاتې کېدو ثابته کړه، چې د هغه اولادونه یې له پلاره پرته عادي ګذاره کولای شي.
د سویډن د مهاجرت ادارې بیرته د قادر قلامیري د ایستلو هڅې پيل کړې دي او ټینګار کوي چې د هغه په قانوني وضعیت کې هیڅ تغیر نه دی راغلی.
قادر اوس په موقتي توقیف ځای کې دی او د نه خوړولو اعتصاب یې کړی دی.
خلکو د هغه د ملاتړ لپاره پرفیسبوک یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړې او تیره اونۍ يې په پلوي دوې مظاهرې هم وشوې.

″سویډن د کوچنیانو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ تعهد کړی دی.
کله چې حکومتونه د دې تعهد په عملي کولو کې پاتې راځي، خلک رامخکې کېږي او مسولیت اخلي.″