د ټاکنو خپلواک کميسيون د پلان له مخې، ټاکل شوې وه، د غويي په څلرمه
نېټه د هغو ټاکنو لومړنۍ پايلې په ډاګه کړي، چې د وري په ۱۶ مه تر سره شوې،
خو اوس به دوه ورځې شاته وغورځول شي.
د ټاکنو د کميسيون يوه تن غړي، سرير احمد برمک د دغه ځنډ لامل، د رايو په هکله نورې څېړنې بللي دي.
د يادونې ده، چې هغه نږدې ۵۰ سلنه رايې چې تر اوسه اعلان شوي، د يوه ښه
معيار له مخې نه دي په ډاګه شوي او د ډاکتر اشرف غني احمدزي په وينا د خلکو
اذهان مغشوشوي.
يو زيات شمېر خلک په دې اند دي، چې د ټاکنو پر خپلواک کميسيون باندې د
ولسمشر حامد کرزي د حکومت لخوا هم ډير فشار دی، چې دغه کميسيون ته يې پوره
خپلواکي نه ده ورپرېښودلې.