په کومو ولایتونو کې رایې نه دي شمېرل شوي او څوک په کوم ولایت کې وړاندې دی on April 13, 2014 Get link Facebook X Pinterest Email Other Apps د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، نورستان، وردک او لغمان ولایتونو هیڅ رایه یې نه ده ګڼلې. تراوسه پوري تر ټولو ډېرې رایې د دایکنډي شمېرل شوي چې پنځوس زرو ته رسېږي. تر ټولو لږ رایې د فاریاب شمېرل شوي چې شاوخوا زرو ته رسېږي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نن د ۲۶ ولایتونو د ۱۰ فیصده شمېرل شویو رایې نتیجه اعلان کړه. کمیسیون د لاندې ولایتونو رایې شمېرلي دي. بدخشان شاوخوا ۲۰ زره تخار شاوخوا ۱۳ زره کندوز څه باندې ۳۶ زره سمنګان څه باندې ۱۰ زره بلخ شاوخوا ۱۳ زره جوزجان ۲۱ زره فاریاب شاوخوا زر هرات ۱۴ زره فراه تقریباً ۴ زره غور تقریباً ۱۰ زره سرپل تقریباً ۱۸ زره بغلان تقریباً ۱۲ زره پنجشیر ۲۲ زره کاپیسا ۵ زره پروان ۱۴ زره بامیان ۱۷ زره دایکنډي نژدې ۵۰ زره کونړ نژدې ۳۰ زره کابل نژدې ۸۴ زره لوګر ۴ زره خوست ۱۰ زره غزني ۱۱ زره روزګان شاوخوا ۸ زره کندهار ۱۰ زره هلمند ۳ زره زابل څه باندې ۲ زره هغه ولایتونه چې هیڅ رایه یې نه ده شمېرل شوي: بادغیس صفر پکتیکا صفر پکتیا صفر وردک صفر لغمان صفر ننګرهار صفر نورستان صفر نیمروز صفر تر دې مخکې ویل شوي و چې د بدخشان، بغلان، غور، نورستان، دایکنډي، پکتیکا، وردک، غزني هغه ولایتونه یاد شوي و چې رایې یې نه دي شمېرل شوي. په کوم ولایت کې کوم کاندید وړاندې دی؛ عبدالله؛ تخار، بدخشان، کندوز، بلخ، هرات، فراه، غور، کاپیسا، پروان، کابل، دایکنډي، اشرف غني سمنګان، فاریاب، سرپل، بامیان، بغلان، پنجشېر، کونړ، لوګر، خوست، زابل، روزګان، کندهار،غزني زلمی رسول جوزجان شېرزی هلمند باور نه شي کېدای چې اشرف غني احمدزی دې په پنجشېر کې، زلمی رسول دې په جوزجان کې او عبدالله عبدالله دې په کندوز کې د رایو د شمېر له پلوه تر نورو مخکښ پاتې شي. له همدې کبله هماغه راز چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښايي له هغه څه سره چې نن اعلان شوې، ډېر توپیر ولري. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور ویلي چې د ثور تر څلورمې پوري به هره ورځ په خپله ویبپاڼه کې شمېرل شوې رایې اعلانوي. په دې خبر کې ذکر شوې شمېرې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي. د کمیسیون د ویبپاڼې په شمېرو کې پر له پسې بدلون راځي. مثلاً د خبر د خپرېدو په مهال د فاریاب ۱۰۰۰ رایې شمېرل شوې وې خو اوس ۲۸ زره شمېرل شوي دي. بادغس مخکې صفر و خو اوس د دغه ولایت ۱۰ زره رایې شمېرل شوي ښودل کېږي. همداراز په پنجشېر کې اشرف غني وړاندې ښودل شوی و خو اوس عبدالله عبدالله وړاندې دی.