اروپايي اتحادیې د هغو پينځلس کسانو نومونه خپاره کړل چې د اوکراین په
بحران کې د لاس درلودو په خاطر د بندیزونو په لست کې شامل شوي دي.
دا لست نن خپور شو او د هغو کسانو شمیر یې اته څلویښت ته ورساوو چې په اوکراین کې په روان کړکیچ کې د لاس درلودو په خاطر یې پانګې کنګل شوې او اروپايي اتحادیې ته له سفره منع شوي دي.
اروپايي اتحادیې د روسیې د پوځي استخباراتو یو بل غړی ایګور ستریکوف هم چې ویل کیږي د اوکراین په ختیځ ښار سلوینسک کې په وروستیو پيښو کې لاس لري ، تر بندیزونو لاندې کړی دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د مشرې ویاندې مایا کوڅيانڅيڅ نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:
”دا بندیزونه د اتحادیې د غړو لوی اکثریت غوره کړي دي او د [اروپايي اتحادیې] غړي به یې عملي کوي. دا د بهرنۍ پالیسي یوه برخه ده چې موږ یې د نورو اقداماتو ترڅنګ عملي کوو څو په اوکراین کې روان بحران حل شي“
د روسیې د صدراعظم مرستیال دیمیتري کوژاک چې د روسیې په فدراسیون کې د کریمیا د الحاق د پروسې څارونکی وو، د روسیې د سیواستوپول ښاروال سرګې مینیالو، په کریمیا کې د روسیې استازی اولیګ بیلاوینڅیف او د روسیې په حکومت کې د کریمیا د چارو وزیر اولیګ ساولییف هم تر نویو بندیزونو لاندې راغلي دي.
اروپايي اتحادېې پر دوو ښځو ، د روسیې د فدراسیون په شورا کې د الحاق شوې کریمیا استازې اولګا کواتیدي او د دوما مرستیاله لودمیلا شفیستوا هم بندیزونه لګولي دي.
مسکو د اروپايي اتحادیې دا کار د شرم وړ بللی او نن یې ویلي چې داسې بندیزونه د اوکراین د بحراني وضعیت له ثبات سره مرسته نه شي کولای.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې پر اروپايي اتحادیه تور لګولی چې د واشنګټن تر اغیز لاندې کار کوي.
د روسیې د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف ویلي چې دا بندیزونه به په روسیه کې د هغو شرکتو پر فعالیت منفي اغیز وکړي چې د پرمختللې تکنالوژۍ کار وبار کوي.
ریابکوف ټينګار کړی چې غربي هیوادونه د داسې فکر کولو هیڅ دلیل نه لري چې مسکو د کریمیا تر الحاق وروسته د اوکراین د ختیځو سیمو د نیولو هڅې کوي.
سره له دې چې د امریکا د بندیزونو په لست کې چې پرون اعلان شو جمهور ریس پوتین ته نږدې خلک شامل وو ، د اروپايي اتحادیې په لست کې د ټيټې رتبې روسان په نښه شوي دي.
اروپايي اتحادیې د اوکراین په ختیځو سیمو او کریمیا کې د روسيې پلوو بیلتون غوښتونکو مشران هم تر بندیزونو لاندې کړي دي.
د اروپايي اتحادیې د اته ویشت غړو هیوادو د بهرنیوچارو وزیرانو پرون په بروکسل کې په غونډه کې دا لست تایید کړ او سبا به لست ته د نویو نومونو د ورګډولو په اړه خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو پر روسیه د بندیزو د دریمې مرحلې د پيل خبره هم کړې چې هدف به یې د روسیې د انرژۍ ، ځنګلي تولیداتو، پرمختللو تکنالوژیکي وسایلو او تجارت سکټورونه وي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیران به همدا راز پر دې غور وکړي چې پر روسیه د بندیزونو دریمه مرحله ، په منفرد ډول د اتحادیې پر هر غړي څه اغیز کولای شي.
په دې کسانو کې چې تازه بندیز پرې لګیدلی د روسیې د پوځ لوي درستیز جنرال
والري ګیراسیموف او جنرال ایګور سیرګون چې د روسیې د پوځي استخباراتو د
ادارې مشر بلل شوی، شامل دي. دا لست نن خپور شو او د هغو کسانو شمیر یې اته څلویښت ته ورساوو چې په اوکراین کې په روان کړکیچ کې د لاس درلودو په خاطر یې پانګې کنګل شوې او اروپايي اتحادیې ته له سفره منع شوي دي.