لیتوانیا ته د زرګونو امریکایي سرتیرو رسیدل


د لیتوانیا ولسمشر په اوکرایین کې د روسیي وروستیو اقداماتو ته په اشارې وویل چې د دغو سرتیرو ورتګ  ته په سیمه کې د یوه دفاعي اقدام په توګه هرکلی کوي .
سږکال به په لیتوانیا کې میشت امریکایې ځواکونه په یو شمیر تمرینونو کې ګډون وکړي  .

د شنبه په ورځ شاوخوا ۱۵۰ امریکایې سرتیري په لیتوانیا کې یوې هوایې اډې ته ورسیدل . دا د هغو شپږ سوه امریکایې ځواکونو یوه برخه ده چې  په اوکرایین کې د وروستي بحران په تړاو د ناټو د بیا ډاډ لپاره هغې سیمي ته استول شوي دي .
  د لیتوانیا ولسمشر ددغه اقدام هرکلی کړی او هغه یې د سیمي د ګواښ د مخنیوي لپاره یوه مناسبه هڅه بللې .
د امریکا یې سرتیرو یوه ډله د چهارشنبه په ورځ پولنډ او یو شمیر یې پرون لاتویا ته استول شوي دي.
ټاکل شوې ۱۵۰ نور امریکایې سرتیري ددوشنبه په ورځ ایستونیا ته واستول شي.
واشنګټن د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ چې په سیمه کې د خپل حضور د ډیرولو او ناټو متحدینو ته یې د ډاډ ورکولو لپاره شپږ سوه سرتیري سیمي ته لیږي .
ناټو هم په بالتیک هیوادونو کې خپلي هوایې ګزمي ډیرې کړي دي .
دغه هیوادونه تر۱۹۹۱ کال پوري د پنځو لسیزو لپاره د پخواني شوري اتحاد تر اشغال لاندي وه او په ۲۰۰۴ کال کې د ناټو سره یوځای شوه .
بل خوا د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوه یاغیانو د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یو شمیر څارونکي برمته کړي او هغوی یې ناټو ته په جاسوسۍ تورن کړي  .
د جرمني ددفاع وزیر پرون تایید کړه چې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو  ددغه سازمان دیارلس څارونکي نیولي دي .
جلاغوښتونکو ویلي چې دغه څارونکي به یوازي د خپلو زندانیانو دخوشي کیدو په بدل کې آزاد کړي  .
د اوکرایین بحران پداسي حال کې دوام لري چې دغه هیواد دولسمشرۍ انتخاباتو ته آمادګي نیسي .
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین نن ویلي چې روسیه ددغو انتخاباتو په رسمیت پیژندلو یا نه پیژندلو په اړه قضاوت نه کوي.
چورکین زیاته کړه : دوی به وګوري چې انتخابات څه ډول ترسره کیږي .
د هغه په وینا که چیري ټانکونو ډزي پیل کړې نو یقینا چې د انتخاباتو په رسمیت پیژندل به ناشوني شي . ټاکل شوې د اوکرایین ولسمشرۍ انتخابات د مي پر ۲۵ ترسره شي
.