دخلکو په رایو د چا سره معامله نه کوم

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو يو مخکښ نوماند اشرف غني احمدزی وايي له ده د خلکو غوښتنه دا ده چې د پردې تر شا معامله ونه کړي او په خبره يې دی د خلکو دې غوښتنې ته درناوی لري.
د ښاغلي اشرف غني اشاره هغو ګنګوسو ته وه، چې ويل کېږي هڅې روانې دي يو ايتلافي حکومت جوړ شي.
ده په زغرده وویل چې د انتخاباتو له لومړنيو پایلو داسې بريښې، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي او په خبره يې دوی په بشپړ ډول ورته چمتو دي.
ده که څه هم د چا نوم وانخيست خو اشاره يې خپل سيال عبدالله عبدالله ته وه، ويې ويل چې نور هم بايد د انتخاباتو له دويم پړاو نه ''ويره'' و نه لري.
ده وويل په دويم پړاو کې خلک يوازې دوه غوراوي لري او هغه چا ته به رايه ورکړي، چې په نظام کې د اصلاحاتو راوستو وړتيا ولري.
د ولسمشرۍ دغه نوماند چې د تېر په توپير يې لهجه يو څه تونده وه د انتخاباتو پر خپلواک کمېسيون يې نيوکه دا وه، چې د دوی اعتراضونو ته يې غوږ نه دی نيولی.
د ښاغلي غني خبره ده، چې کمسيون ناپاکې رايې له پاکو هغو نه دي بېلې کړي او په خبره يې که دا بېلې شوې وای، نو دانتخاباتو اوسنۍ پایلو کې به بدلون راغلی وای.
ده د انتخاباتي شکايتونو پر کمېسېون، چې اوس شکايتونه څېړي غږ وکړ، چې پاکې رايې له ناپاکو بېلې او جوته کړي، چې کوم لوري درغلي کړې ده.
اشرف غني احمدزي ادعا وکړه چې د ده په ګټه کارول شوې رايې پاکې دي، خو دا يې هم زياته کړه که يوه رايه يې هم ناپاکه وي ''په وياړ سره به يې له صندوق'' نه لرې کړي.
ده پر خپل سيال چې په خبره يې ويلي و ''درغلي زما يوازنی سيال دی'' هم غږ وکړ چې همدا کار وکړي او د ناپاکو رايو پر وړاندې ودرېږي.
د ولسمشرۍ انتخاباتو دغه مخکښ نوماند له افغان حکومت نه وغوښتل، په هغو ولايتونو کې چې پراخه درغلي شوې بايد د چارواکو دندې يې وځنډول شي، که نه په خبره يې درغلۍ ته بيا زمينه برابرېږي.
اشرف غني د انتخاباتو کمېسيون د هغو کارکوونکو د پېژندلو او له دندو د لرې کولو غوښتنه وکړه، چې په درغليو کې ښکېل وو.
د ده غوښتنه دا وه چې د کمېسيون دغه کارکوونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي او د هغو دې ستاينه وشي چې بېطرفي يې ساتلې ده.
ښاغلي غني د افغانستان له امنيتي ځواکونو وغوښتل په هغو سيمو کې چې د لومړي پړاو په انتخاباتو د امنيتي ستونزو له امله رايې و نه کارول شوې امنيت خوندي کړي او خلکو ته د رايې کارولو زمينه برابره کړي.