د ۶۳ مرکزونو او ۱۳ سايټونو رايې باطلې اعلان شوې




 د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسون وياند نادر محسني وايي، چې د ۱۳۱۱ ثبت شويو شکايتونو تر ارزونې وروسته يې د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې د ۶۳ مرکزونو او ۱۳ سايټونو رايې باطلې کړې دي. د ده په وينا کې که کوم نوماند نيوکه او اعتراض لري کولای شي چې د استيناف غوښتنه وکړي.
په هرات کې د ۱۶ مرکزونو او ۱۳ سايټونو، په خوست کې د ۴ مرکزونو، په بلخ کې د ۳ مرکزونو، په پکتيکا کې د ۳ مرکزونو، په بدخشان کې د ۳ مرکزونو، په تخار کې د يو سايټ، په پنجشېر کې د يو مرکز او په باميان کې د يو مرکز رايې باطلې اعلان شوي او په پکتيا کې د ۳۲ مرکزونو او په کندز کې د ۱۶ مرکزونو رايې قرنطين شوې دي.