د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله وايي د
منظم انتخاباتي تخلف نښې لیدل شوي او د انتخاباتي کمیسیونونو له لوري د
انتخاباتو د قانون سرغړونه شوې ده.
ښاغلي عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې وویل:«د انتخاباتي
شکایتونو کمیسیون تراوسه پوري د هغو شکایتونو په وړاندې عکس العمل نه دی
ښودلی چې د انتخاباتو په لړ کې په مستند ډول ثبت شوي دي.»
پرون د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ چې د ابتدايي
نتیجو د اعلان له شېبې وروسته تر ۲۴ ساعتونو پوري هر راز شکایت مني خو
عبدالله وویل چې د شکایتونو کمیسیون دې دا موده درې ورځې اوږده کړي.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی
فاضل سانچارکي پرون وویل، که د انتخاباتو کمیسیونونه د دوی له غوښتنې سره
سم درغلۍ ونه څېړي او د دوی د ټیم قرنطین شوې او باطلې شوې رایې حساب نه
کړي دوی په دوهم ځلي انتخاباتو کې ګډون نه کوي.
په همدې منځ کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي وايي چې د
عبدالله پلویانو د انتخاباتو د تېرو دورو له تجربو څخه په استفادې هم د ځان
په ګټه ډېرې جعلي رایې صندوقونو ته اچولي او هم یې د نورو کاندیدانو رایې
په خورا مهارت ضایع کړي دي.
د دوی په باور په دوهم ځلي انتخاباتو کې به د عبدالله ټیم ونه توانېږي چې د تېر ځل په شان پراخه درغلي وکړي.