بيايې ډول کړی
بيايې ډول کړی دګودرپه
لورروانه ده
ګل دی،ګل غوټۍ ده چاراوړې
له بوستانه ده
وچې وزي له کوره هره
خوارڼا، روښانه شي
ته به وايې سپينه مياشت
راکوزه له اسمانه ده
وروځې يې ليندۍ،باڼه يې
غشي دي ويشتل کوي
ښکارکوي دزړونوبس تړلې په هيچانه
ده
سورټکری پرسرکړي په لارتګ
لکه دزرکې کړي
نوربه پرې مين وي ؟که
خوماته هسې ګرانه ده
مامې هم خپل زړه اوهم باڼه
ورته په لارخوره
داپرې ږدی قدم خبرپه حال
دزړه زمانه ده
ناست وم (منتظر) ورته په
لارکې انتظارمې کړ
تيره شوه ترڅنګ مې حال يې
ونه پوښت نادانه ده
جلال اباد- خالدهوټل
۲۰/۵/۲۰۱۰