دکرزي انکاراودامریکاګواښونه!

لیکوال : زیب منتظر مسید
داچې له یوې خوا، زیدامریکالهمتحدهایالتونوسرهدسټراټیژیکتړوندلاسلیککولونهانکارکوي او له بله پلوه امریکاپرلهپسېداګواښونه کويچېکهتړونژرترژرهلاسلیکنشينودویبه له فغانستان نه خپلټولسرتیريوباسياوورسرهبهدافغانستانسرهماليمرستېهمبندېکړي،زماپهاند،هسې سیاسي نانندرۍ دي (ماورتهکومبلمناسبنومونهموند) ، چې ترشایې دوې خبرېکیدایشيپټېوي.
لومړیداچې، امریکاچې په افغانستان کې یې دخپل دایمي شتون لپاره ، دافغانانو داحساساتو او حساسیتونو په ژورې مطالعې سره، دتیرو څولسیزو په اوږدو کې اوږد پلان جوړ او پلی کړ،پدې پوهیدلې ده چې افغانان اوس هغه افغانان ندي پاتې شوي چې د بهرنیانو یا پردیو پر وړاندې یې حساسیت درلو ،بلکې ددې تړون د لاسلیک کولوکلک پلویان دي او په خپل هیواد کې ښه راتلونکې، سوله او ټیکاو  د امریکا د ځواکونو په شتون پورې تړلی بولي، نوځکه غواړي چې دغه خبره لا هم پخه کړي او نړۍ ته وښیي چې افغانان د دوی مرستې او شتون ته څومره اړ او لیوال دي. امریکا افغانستان ته ددې لپاره نه وه راغلې چې بیرته لاړه شي او دغه خبره کرزي صیب هم پخپله وینا کې په اګاهانه یا کیدای غیراګاهانه، یاده کړهاو له هیواد والو یې وغوښتل چې پر امریکا خپل شرطونه ومني. کرزی صیب ته یا هم کیدای شي امریکایانو ته هم د افغانانو ځانګړتیا وې ښې څرګندې دي، هغوی پوهیږي چې کرزی صیب افغانانو ته ووایي چې تړون دې لاسلیک شي، نو افغانان به برعکس دخپل ضد له مخې د هغه پر نه لاسلیک کیدو ټینګار وکړي، نو زما په پکر، ښاغلی ولسمشرکرزی صیب  دامریکایانو  په سلا او مشوره، د تړون دلاسلیک کولو نه ډډه کوي او شرطونه وړاندې کوي ،ترڅو افغانان نه یوازې داچې دتړون لاسلیک ته راضي کړي، بلک  دېتهیې اړ کړي چې بار بار، په هره کچه، په کوڅو او بازارونو کې را ووزي او دی(کرزی) د تړون لاسلیک کولو ته اړ باسي. پدې کار  سره به امریکا له یوې خوا نړۍ او هم افغانانو ته دا و ښيي چې کرزی صیب د دوی لاسپوڅی ندی، بلکې ددوی مخالف دی او دا تړون  کرزی نه، بلکې د افغانستان خلک غواړي چې لاسلیک شي.له بله اړخه به کرزي ته هم یوه پوزه جوړه شي چې په راتلونکې کې ورته څوک ګوډاګی ونه وايي او په تاریخ کې یې په ښه نوم یاد کړي همدارنګه ، که چیرې په راتلونکو کې په افغانستان کې کوم څوک د امریکا د شتون سره مخالفت وکړي ، نو امریکایان ډاډمن سند به په لاس کې ولري او ویلی به شي چې دوی دلته د افغانانو په خوښه پاتې شویدي، نه د کوم ځانګړي کس ،ولو که هغه دا فغانستان ولسمشر هم وي.یاني امریکایان غواړي چې هغه دچاخبره شرعي قباله ولري نه عرفي، ترڅو که په راتلونکې که نوی حکومت یا هم کوم ولسمشرپدې تړون پښیمانه شو او ویې غوښتل چې امریکایان له افغانستانه ووزي، نو مجبور به وي چې دافغانانو ملاتړ ترلاسه کړي ، خو دغه کار به ورته ستونزمن وي.
دویمه خبره دا ، چې امریکا وایي چې که چیرې دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک نشي، نو دوی به په راتلونکې کال کې ددې امکانات ونلري چې په افغانستان کې دخپلو سرتیرو د پاتې کیدو لپاره لازم پلان جوړ او بودیجه وټاکي. زما په پکر دا دلیل دومره منطقي نشي کیدای ځکه چې کابو دوولس کاله وړاندې ، کله چې امریکا پرافغانستان باندې یرغل کوه،نو  د زرګونو سریتریو او وسایلو د لیږد پلان یې وکړای شول چې  په شا او خوا یوه میاشت کې جوړ کړي، اما اوس د پنځلسو زرو سرتیرو لپاره پلان نشي جوړولی. اصلاخبره په بل ځای کې ده او  هغه  دا چې  امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او د اقتصادي پلوه نوره ددې جوګه نده چې په افغانستان کې جګړې او خپل شتون ته دوام و رکړي . نو ددې لپاره چې په افغانستان کې یې خپلې ماتې ته  دخپلو وګړو او نړۍ په وړاندې د خټې پوزه جوړه کړې وي،  باید دخپلو سرتیرو د وتلو لپاره یوه پلمه ولټوي . امریکایان شاید پدې باور ووچې لویه جرګه به ددې لپاره چې دغه سټراټیژیک تړون لاسلیک شي، ددوی پر وړاندې داسې کلک او لوی شرطونه  کیږدي چې، دوی ته دمنلو وړ نه وي، نو دوی ته به پلمه جوړه شي چې تړون لاسلیک نکړي او خپل سرتیري وباسي. خو لویې جرګې ددوی د توقع خلاف ، دا کار  ونکړ او  برعکس یې د کرزي نه ډیره کلکه غوښتنه وکړه ،ترڅو دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي. نو ځکه خو اوس دجرګې هغه دریځ چې امریکایانو یې توقع کوله، کرزي خپل کړیدی او دتړون د لاسلیک کولو لپاره یې داسې شرطونه ایښي دي چې پوهیږي امریکا یې یا خو پوره کولی نشي او یا خو یې نه غواړي چې پوره کړي پایله به دا وي چې امریکا به اعلان وکړي چې خپل سرتیري له افغانستان وباسي او ورسره ټولې ژمنه کړې مرستې هم دروي که امریکا د افغانستان نه خپل ځواکونه په بشپړه توګه وباسي  او ورسره خپلې ژمنه کړې مرستې هم بندې کړي، نو جوته خبره ده چې د هغو شرایطو پربنسټ چې دتیرو څو لسیزو په اوږدو کې زموږ په هیواد کې دهمدغو لوریو لخوا رامنځته کړی شویدي، افغانستان به له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان شي، ځکه خو زموږ ځینې هیوادوال سخت ددې تړون دلاسلیک لیوال دي او نه غواړي چې امریکا دې په بشپړه توګه له افغانستانه ووزي.  دا خبره چې افغانان په خپل هیواد کې دپردیو د پاتې کیدو لپاره لیوالتیا ښیي، ځانته خپل دلایل او لاملونه لري. له هیواد نه د بهرنیو مرسته کونکو او امریکا په بشپړ وتو سره به ، یو ځل بیا افغانستان د سیاسي او اقتصادي ناورین او کړکیچ سره مخامخ شي ، نو هغه خبره چې وايي: مارخوړلی له پړي هم ویریږي...افغانان نه غواړي چې یوځل بیا د نويیمې سلیزې په څیر د واک  ته رسیدو لپاره ، د جګړه مارو او واکخوښونکو په شخړو او کورنۍ جګړوکې  خپل بچیان له لاسه ورکړي، شتمنۍ یې لوټمار شي او د هیواد پریښودو ته اړشي. 
خو حالاتو ته په کتو سره ، زما په پکر داسې ښکاري چې دغه ناندرۍ به ډیرې ژر پای ته رسیږي او د امریکا له متحده ایالاتو سره به ستراتیژیک دفاعي تړون د امریکا د شرایطو سره سم لاسلیک  او امریکایان به د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.