د (Advanced
Tactics Inc) کمپنۍ د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر په میاشت کې ددې کمپنۍ لخوا جوړ کړی شوي الوتونکي موټر(بلیک نایټ) لومړنی ازمایښت ترسره کړ. ددې موټر د جوړولو نه د کمپنۍ موخه دداسې یوه
ترانسبورټي وسیلې جوړول دي چې د اړتیا په وخت کې وکولی شي په
عمودي ډول له ځمکې نه هوا ته پورته شي او په هواکې د یو څه واټن الوتو نه پس وکولای شي په مناسب ځای کې بیرته پر څړک یا ځمکه کیني.
دغه موټر اوه څرخه لري چې د کمپیو ټر ي سیسټم سره اړیکې لري.څرخونه د الوتو
په مهال د کمپیوټرلخوا کنټرول کیږي. بلیک ناټ د موټر د څرخونو دانډول ساتل د هلیکوپټر د څرخونو په پرتله په تخنیکي لحاظ اسانه او ساده ده.