سیسي: که ولسمشر شم، اخوانیان به ختم کړم


د مصر د دفاع پخواني وزیر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالفتاح السیسي ویلي، که په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر شي، نو د اخوان المسلمین ګوند جرړې به وباسي.
ښاغلي سیسي ویلي، چې د هغه د وژلو دوې هڅې یې شنډې کړې دي.
نوموړي له سي بي سي مصري تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، د مصریانو عزم دی دې ته اړ کړ، چې ولسمشرۍ ته نوماند شي، چې په وینا یې"دا د خلکو غوښتنه وه، د عامو مصریانو غوښتنه وه".
السیسي چې د محمد مرسي له خوا د دفاع وزیر ټاکل شوی و، د مخکني منتخب ولسمشر مرسي پرضد یې پوځي کودتا وکړه او محمد مرسي یې بندي کړ.
السیسي دا نه مني، چې ګني د اخوان المسلمین د کاندید محمد مرسي په پرځولو یې سیاسي واک ته د رسېدو لمن غوړولې وه.

پوځي قومندانان

راپورونه وايي، چې شاید په راتلونکو ټاکنو کې، چې د روانې مې پر ۲۶ او ۲۷ ترسره کېدونکې دي، السیسي د خپل یوازېني ټاکنیز سیال حمدین صباحي پروړاندې کامیاب شي.
السیسي پخپلو خبرو کې منلې، چې د پوځ- پولیسو او "سخت دریځو" ترمنځ په نښتو کې بې ګناه وګړي هم وژل شوي.
که چېرې السیسي ولسمشر شي، نو دا به د تېرې پنځوسمې لسیزې راهیسې د مصر په تاریخ کې درېیم پوځي ولسمشر وي.
السیسي پخپلو خبرو کې منلې، چې د پوځ- پولیسو او "سخت دریځو" ترمنځ په نښتو کې بې ګناه وګړي هم وژل شوي.
دې ته یې هم اشاره لرله، چې ګني په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې شوې دي.
د مرسي له لیرې کېدا وروسته، د مصر په ناامنیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي او پلویان نیول شوي او بندیان شوي دي.
په وروستیو کې د مصر واکمن نظام اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په ډله کې راوست.
د بي بي سي له ویب پاڼې څخه