امریکایي ډیپلوماټ ویلیم برنس
داکراین د پيښو اټکل لاهغه وخت کړی وو، کله چې نومړی په مسکو کې دامریکا سفیر
وو. د ویلیم برنس پټ لیک د (ویکي
لیک) له خوا بربنډ شو.
امریکایي ډیپلوماټانو او
چارپوهانو لا په ۲۰۰۸ کال کې سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی وو چې، ددوی سیاست به
د اکراین د ټوټې کیدو لامل وګرځي. دا هغه خبردی
چې ویکي لیک را
برسیره کړیدی.
په خپاره شوي لیک کې چې، په مسکو کې د امریکا دهغه مهال سفیراو اوسمهال د امریکا دبهرنیو
چارو د وزارت مرستیال، ویلیم برنس لیکلی وو، راغلي دي چې، د ناټو سره د اکراین
د یوځای کولو له لارې د ناټو د لمنو د
پراخولو سیاست به نه یوازې دا چې د مسکو او کیف ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي،بلکې داکراین لپاره به له فاجعې ډکې پایلې ولري.
د ویلیم برنس په لیک کې راغلي دي: « چارپوهان وايي چې، روسیه لدې نه په ځانګړې توګه په اندیښنه کې ده چې، دناټوسره د اکراین دیوځای کیدو په اړوند په اکراین کې د نظر ژور اختلاف شتون لري، دهغو سیمو چې روسان پکې میشت دي،ډیری اوسیدونکي ددې کار مخالف دي او دا کار د اکراین ټوټې کیدو، زور
زیاتي او کورنۍ جګړې لامل ګرځیدی شي. په هغه صورت کې به روسیه اړ وي، ترڅو په هغه کې دمداخلې کولو یانه کولو په اړه پریکړه وکړي. روسیه نه غواړي چې د داسې یوې پریکړې په وړاندې ودریږي.
خو امریکا د خپلو ډیپلوماټانو خبرو ته غوږ نه کیښود او د روسیې د پولو خواته یې د نژدې کیدو سیاست ته
دوام ورکړ.
NTB- روسي ټلویزیون