د ډاکټر اشرف غني احمدزی او داکټرعبدالله عبدالله تر منځ په دویم پړاو کې یو ځل بیا انتخابات ترسره کیږي



د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې داپریل د شپږمې نېټې د انتخاباتو وروستیو پایلو له مخېهیڅ کاندید په سلوکې پنځوس  جمع یو رایې  ندی ترلاسه کړی او انتخابات دوهم پړاو وزي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني په وینا چې تر ټاکلي وخت یو ساعت وروسته د انتخاباتو پایلې اعلان کړې، د دواړو کاندیدانو ترمنځ انتخابات به یوځل بیا د جون د میاشتې په څلورلسمه نیټه ترسره کیږي چې دوی به هڅه وکړي، ترڅو په هغو کې د لومړي پړاو درغلۍ او تیروتنې تکرارنشي.
 نورستاني زیاته کړه : « څرنګه چې د توغندیزو بریدونو په نتیجه کې  یو شمېر اسناد او وسایل سوځېدلي او ویجاړ شویدي، نو ۵۸ ولسوالیو ته به انتخاباتي مواد او وسایل  د هوا له لارې استول کیږي. د یو شمېر نورو کارکوونکو د روزلو او کاندیدانو ته کافي  وخت ورکولو په موخه، پریکړه شوې چې د دویم پړاو انتخابات به د جون دمیاشتې پر ۲۴ نېټه ترسره کېږي.
دانتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چې عبدالله عبدالله ۴۵ په سلوکې رایې ترلاسه کړيدي، پداسې حال کې چې اشرف غني احمدزي بیاپه سلوکې ۳۱  اعشاریه ۶ فیصده رایې ګټلي دي.
ده د زلمي رسول د رایو سلنه ۱۱ اعشاریه ۴ او د عبدالرب رسول سیاف د رایو سلنه اووه وبلله.
ورپسې د قطب الدین هلال(دوه اعشاریه۱)، ګل اغا شېرزي (یو اعشاریه۶)، داوود سلطانزوی(صفر اعشاریه ۵) او هدایت امین (صفر اعشاریه۲) ارسلا نومونه دي.