وال سټريټ: دپاکستاني چارواکو په باور، دافغانستان راتلونکی ولسمشر به د سولې لپاره ترکرزي ډیرچانس ولري

 
پاکستان باور لري چې د افغانستان د جوزا د څلرویشتمې نېټې د انتخاباتو په پایله کې غوره کېدونکی ولسمشر به تر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو زیات چانس ولري.
دا خبره وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ د پاکستاني چارواکو په قول کړې ده.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي:«یو نوی حکومت چې مشروعیت ولري او د انتخاباتو په نتیجه کې رامنځته شوی وي د سولې او پخلاینې لپاره د معنا لرونکو خبرو او تماسونو هیله غوړولی شي.»
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې نوازشریف له واک ته رسېدو وروسته هڅه وکړه چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره اړیکې ښې کړي او په ځلونو یې د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې پر نوې پالیسۍ ټینګار وکړ.
خو عملاً پاکستان د کرزي له حکومت سره ښې اړیکې نه لرلې او داسي ښکاري چې دا هیواد په افغانستان کې د یوه غیرپښتون حکومت د واکمنېدو ننګه کوي.
د ځینو شناندو په باور پاکستان د دې لپاره په افغانستان کې د یوه غیرپښتون ولسمشر ملاتړ کوي چې سرحدي ستونزې ورسره حل کړي خو ځیني نور بیا وايي چې د یوه غیرپښتون ولسمشر واک ته رسېدا به سبب شي چې په افغانستان کې ناامني او ګډوډي زیاته او دا هغه څه دي چې پاکستان یې غوښتونکی دی.
سرتاج عزیز وویل:« بریالي انتخابات به د ټولو نفوذ لرونکو خواوو په ګډون د پراخ بنسټه ايتلاف د جوړولو لپاره د کابل لاس پیاوړی کړي او دا هغه شی دی چې موږ یې غواړو.»
د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار طارق فاطمي هم ورته خبرې وکړې، ویې ویل:«موږ د هغه چا غوښتونکي یوو چې د افغان ټولنې له ټولو پرګنو سره جوړجاړي کولی شي.»
سرتاج عزیز وویل، پاکستان نه غواړي چې افغان طالبان په افغانستان کې کومه سیمه لاندې کړي ځکه چې د ده په وینا که افغان طالبان پر کومې سیمې کنټرول ترلاسه کړي پاکستاني طالب تروریستان به هلته پناهځایونه ومومي او دا سیمې به د پاکستان لپاره ستونزې وزېږوي.
ده وویل چې پاکستان د دې پر ځای چې افغان طالبان سیمې ونیسي د دې ملاتړ کوي چې هغوی د افغانستان د ځینو ولایتونو په حکومتي چارو کې شریک شي او ځینې چوکۍ وروسپارل شي چې انتخابي نه دي.
د سرتاج عزیز په قول وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي:«د سیمو لاندې کول نه، بلکې شریکېدل. باید دوی ته داسي زمینه برابره شي. په قدرت کې باید داسي شریک کړای شي چې دوی په حقیقي معنا نفوذ لرونکی لوری وي.»
ښاغلي فاطمي وویل چې پاکستان به د سولې په خبرو کې د لارښوونکي رول نه لري:«موږ به یوازې ملاتړ کوونکی رول لوبوو.»