دپاکستان د طالبانو د تحریک ویاند شاهدالله شاهد
وایي چې دپاکستان حکومت دخبرواترو ترڅنګ دجګړې او دړکو سیاست پرمخ
بیایي، موږ به خبرې اترې دسیاسي جګړه ایزې وسیلې په توګه ونه منو. دناڅرګنده ځای نه دیوه خپاره شوي بیان سره سم، شاهد الله
ویلي چې ،پداسې حال کې چې په باړه او شکتوی کې پوځي عملیات روان دي، دطالبانو په وړاندې په ټول هیواد کې کاروايي زیاتې او ګړندۍ کړی شویدي.
شاهدالله زیاته کړیده چې ، جګړه وی یا خبرې اترې، موږ به دخپل اصلي هدف نه وا نه وړو . په خبرواترو کې د حکومت له اړخه ناپېﺉلتوب او جدیت نه ترسترګو کیږي او ددې تشخیص کول هم ګران دی چې خبرې باید دچاسره وکړو. ده دیوې پوښتنې په ډول وویل چې ، ایا جګړه او خبرې اترې په یو وخت کیدلی شي او دخبرواترو بریالي کول یوازې د طالبانو ذمه واري ده ؟.