غره ګرځیدونکي

لکه څنګه چې پاک الله انسانانو ته مختلفې څیرې، خوی اوخصلت، سوچ اوپکر ورکړيدي، همدغسې یې ورته بیلابیل ذوقونه او شوقونه او سلیقې هم ورکړیدي.څوک شاعردی، ورته دطبعیت ښکلا،ګل اوبڼ،دنسیم نرۍ څپې او دبلبل نغمې خوند ورکوي، چاته د سمندر غاړه خوند ورکوي او څوک هم بیا خوښ وي چې په خړو دښتو او بیدیاوو کې وګرځي اود ځان لپاره کوم په زړه پورې څه پيداکړی. څوک په ښارکې ژوندکولو ته ترجیح ورکوي او څوک هم بیا غواړي په کلي کې خپل ژوند تیرکړي. که دکلي اوسیدونکی دیته اړ کړې یا اړ شي چې په ښارکې ژوند  وکړي ،نوتل به د کلي د ژوند ارمان کوي او د ښارله ژونده به سرټکوي. 
 د همدې خواصو او ځانګړتیا په لړکې یو ډله داسې انسان هم شته چې په وچو،کلکو، ستونزمنو او کنډکپر غرونو کې د ګرځیدلو شوق ورسره وي چې موږ  ورته غره ګرځیدونکي وايو. دغه غره ګرځیدونکي زموږ د سیاسیونو یا هغو کسانو په منځ کې هم شته چې پرموږ باندې د سیاسیونو او چارواکو په توګه تپل شویدي. ددوی زیاتره وخت په غرونو کې تیرشویدی او دهمدغه غره ګرځیدنې له برکته یې ډیر څه لاس ته هم راوړي دي. نو ښکاره خبره ده چې همغه دغره دوخت دژوند هوس او یاد یې کله ناکله په زړه کې راګرځي او شاید دخپل فطرت له مخې، ورپسې خپه کیږي او ارمان یې کوي . اوس چې ورته دحق خبره یا هم دده د غوښتنې او خوښې په خلاف خبره کوې ، نو بس همدا یې دړکې او ګواښ وي چې :» که نه نو زه بیرته غره ته خیژم او تاسو ټولو ته جوته ده چې زه چې  غره ته وختلم ، نو څه به کوم او پرچا به کوم!«.
دغه کسان خپل دغره ګرځیدنې دغه هنر، د خپلو ناروا ګټو چې د همدغې غره ګرځیدنې د برکته یې په لاس راوړې دي، دساتلو لپاره کاروي او ولس پرې ګواښي. ولس هم چې ددوی د غره ګرځیدنې نه ترخې خاطرې لري، ددغو دړکو په اوریدو سره، هرومرو په تشویش او ویره کې پریوزي او ددې لپاره چې بیا د غره ګرځیدنکو د کړونو نه زیانمن نشي، پکر کوي چې ښه به داوي چې دغو غره ګرځیدونکو ته یوڅه امتیاز ورکړل شي،ترڅو غره ته ونه خیژي.
خو خبره په بل ځای کې ده. دغه غره ګرځیدونکي چې پرون په غره کې ګرځیدل ، ټوپک یې کاروه ، زور زیاتی یې کوه، نو ددوی د ټوپک او تورې نه یوازې نورو ته زیان رسیده. که کور ورانیده، نو د بل ورانیده، که زوی ژول کیده ، دبل وژل کیده ، که شتمني ویجاړه او سوزیده ، نو د بل خوار او غریب ویجاړه ده ،دوی ته یوازې ګټه رسیده زیان نه ، ځکه چې دوی دغه ټول شیان نه درلودل چې له لاس یې ورکړي. یا خویې خره چلول او یا خو هم ریړۍ ، په ځمکه یې سیوری او په اسمان کې ستوری نه درلود او وږی تیږی ژوند یې کاوه. نو ځکه خو د ویش نه په تالان خوښ وو.
خو اوس حالاتو په بشپړه توګه بدلون کړیدی. نن دهمغه غره له برکته ، دغه غره ګرځیدونکي هرڅه لري، بنګلې ، پلازاوې، کروزینونه، دعیش اونوش ژوند. هغه څوک چې ددوی په پروني حالت کې ژوند کوي، هغه ولس دی ، چې هرڅه یې ددوی دغره ګرځیدنې له برکته دلاسه ورکړي دي، درپدره او بې وزله  دی، پرته د خدای له هیلې نور نو داسې څه نلري چې لاسه یې ورکړي، نو که خدای مکړه، خدای مکړه ، دتیرو ورځو غوبل یو ځل بیا پیل شي ‎، نو دهمدغو غره ګرځیدونکو بنګلې، پلازاوې او کروزینونه به پکې لولپه کیږي، ددوی شتمني به یې خوراک وي، زیان یې ترولسه دوی ته ډیر وي، نو دوی خدای وهلي دي، لیوني دي او که پاګل چې خپل ځان ته پخپله اور اچوي، خپل ژوند په خپله وران ویجاړ کړي. ؟
دا چې دوی دړکې کوي چې یو ځل به بیا غره ته وخیژي، دا هسې ویرول کوي. زه باور لرم چې که دوی غره ته په زور  هم وخیژوې ، نو چې ګورې ، په منډه او ځغاسته به ترما او تا وړاندې  بیرته راکوز شوی وي. دا دړکې ددوی سیاسي لوبې دي چې دخپلو نا مشروع ګټو د ساتلو او لانورو  ګټو د لاسته راوړلو لپاره یې کاروي او  ولس پرې ویروي.
ولس اوس پوه شوی دی او ددوی دغو دړکوته ارزښت نه ورکوي او نه خو دخپل حق غوښتنې په لاره کې هغه دلارې خنډ بولي بلکې په کلک  هوډ او ارادې به وړاندې ځي او دیوه هوسااو له غره ګرځیدونکو سیاسیون او چارواکو نه د پاک هیواد او حکومت لپاره به غوڅ او کوټلي ګامونه پورته کوي .
ورستیاڼ