د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې به سبا د مﺉ په پنځلسمه نیټه اعلان کړي، داپداسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه وروستۍ نتیجې نن دمﺉ په څورلسمه نیټه اعلان شي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تېره میاشت (اپریل)
اعلان شوې وې خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لوري په انتخاباتو کې د
پراخو درغلیو د څېړلو له کبله د وروستیو پایلو اعلان یو څه وځنډېده.
د لومړنیوپایلو له مخې، هیڅ کاندید په سلو کې پنځوس جمع یو رایې نه شوې ترلاسه کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې به سبا په یوولسو بجواعلان شي.
څرنګه چې په لومړي پړاو کې کوم ټاکلي کاندید ونه کړای شول چې په سلو کې پنځوس جمع یوه رایه ، ترلاسته کړي، نو انتخابات به دقانون له مخې دویم پړاوته وزي.
د انتخاباتو مخکښ کاندید عبدالله
عبدالله نن وویل چې د داسي درغلۍ څرګند شواهد شته چې که ورته توجه وشي د
انتخاباتو پر پایلو مهم اغېز لرلی شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي دی چې ، د جون په ۱۴ مه چې د جوزا له ۲۴ سره برابرېږي، دوهم ځلي انتخابات ترسره کېږي.