نن درسنیوله
لارې خبرشوم چې زموږولسمشرښاغلي حامدخان کرزي دځینوولایتونووالیان دپخواپه شان
یوځل بیاتبدیل را تبدیل کړیدي.ددې خبرپه لیدواو اوریدوسره مې دځنډنې زمانې دیوه
پاچاکیسه رایاده شوه ،چې وایي:
په ځنډنه زمانه کې یومهربانه ، ولسپاله او وطنپاله خوساده پاچاوو. کیدای شي چې وطنپاله او ولسپاله به هم ځکه ووچې ساده وو، که هوښیاراو... وای ،نو کیدای شي چې بیابه وطنپاله اوولسپاله نه وای ، اوږد پکربه یې کولی او یوازې به یې دځان غم خوړلی.!!
دې ساده خو وطنپاله اوولسپاله پاچا،کوم څوک دکوم ولایت دوالي په توګه ګمارلی وو. والي چې خپل ولایت ته لاړنو زموږد والیانو په پیروي ، خوارکی بس د خپلوجیبونودډکولوپه غم کې دومره ډوب ووچې ولس او وطن خو په خپل ځای پریږده، انسان دوستي او دقیامت ورځ هم ورنه هیره وه.
په ولایت کې یې دموږدننیوحالاتوپه څیر، په هره اداره او هردفترکې بډيي اخیستنه او دخلکونه دپوستکي ایستنه روانه وه. وګړو پکروکړچې کیدای شي دڅه مودې په تیریدوسره به ، والي صیب خپلو کړو وړو ته متوجه شي او وضعه به لږغوندې ښه شي،خوله بده مرغه چې کاردیوې ورځې تربلې ،لاهم خراپیده او فساد لاهم زیاتیده. هغه وو چې وګړي هم نورنو پوزې ته ورسیدل او سره راغونډشول ترڅو ددې ستونزې لپاره یوه دحل لاره پیداکړي... دډیروسلااومشورو وروسته یې وپتییله چې مهربان،ولسپال، وطنپال،خوساده پاچاته ورشي ، دوالي له ناروا کړونو اوفسادنه ورته سروټکوي.
همداسې یې وکړل.ټول پاچاته ورغلل او دوالي او دهغه دنارواکړنو په هکله یې ورته ټوله کیسه وکړله. پاچاچې ساده ،خو ولسپال اووطنپال وو، سمدلاسه امروکړچې والي راوغواړي ترڅوورنه پوښتنې اوګرویږنې وشي .
کله چې والي دپاچادربارته ورغی ، نو خدای شته چې پاچا ډیرورته په غوسه وواو ورته ویې ویل چې ، دولایت وګړي ورنه خپه دي، ځکه چې والي یې بډیې خوراو فاسدسړی دی، اودی (پاچا) نه غواړي چې وګړي یې دستونزه سره لاس اوګریوان وي اودده (پاچا) نه ناراضي وي،نوځکه سرله ننه ته(والي) له خپلې دندې ګوښه یې.
والي په ډیره حق په جانبه لهجه ورته وویل چې »پاچاصیب،ستاسوهرپریکړه مادسرپه دواړو ګناهګارو سترګو منلې ده ، خو دومره ضرورغواړم عرض وکړم چې ، دلته لږغوندې سوءتفاهم راغلی دی. تاسو دولایت دسپینږیرو اومخوروپه خبرو سم نه یې پوه شوي. ماته یوځل اجازه راکړئ چې دولس سره وګورم . دلیدنې نه وروسته که هغوی تاسوته بیارانغلل اوویې نه ویل چې زما په والیتوب خوشاله دي اوبل والي نه غواړي ، نوهغه وخت نه یوازې داچې ماله خپلې دندې ګوښه کړئ ،بلکې په دارمې وځوړوئ.
پاچاصیب چې ولسپاله،وطنپاله ،خوساده وو، دوالي خبره ومنله اوهغه ته یې اجازه ورکړه چې دولس اوخلکوسره وګوري.
والي هم دخپل ولایت سپین ږیري اومخورولایت مقام ته وروبلل اولویه میلمستیایې ورته جوړه کړه. دمیلمستیاپه پای کې ،والي صیب دولس استازوته چې خیټې یې مړې شوې وې اووروسته له ډیرې مودې یې یاهم شایددلمړي ځل لپاره یې داسې دخوندخواړه خوړلي وو، وویل:

» زه خبرشوی
یم چې تاسو پاچاصیب ته ورغلي وئ اوزمانه موورته سرټکولی دی،چې ګویازه بډیې اخلم ،
فساد کوم اویوازې
دخپل جیب دډکولوپه غم کې یم، دولس اوولایت غم نه خورم. زماپه اړوندموچې پاچاصیب ته
هرڅه ویلي دي، زه یې درسره منم اوهغه ټول رښتیادي. زه چې کله دولایت په څوکۍ
وګمارل شوم ، نومادځان سره اووه تشې ګوڼۍ راوړې وې او هوډمې کړی ووچې هغه به له پیسونه
ډکوم. ترنن ورځې پورې مې دهغه اوو ګوڼیونه شپږ ګوڼۍ ډکې کړې دي. یوازې یوه ګوڼۍ
پاتې ده چې هغه هم ډکه شي ، نوبیابه دتاسواوولایت لپاره کارکوم....!، خوکه
تاسوپاچاته ووایاست چې ماګوښه کړي اوبل نوی والي درته راولیږي اوپردنده یې وګماري
، نو هغه نوی والي به هم زماپه شان دځان سره اووتشي ګوڼۍ راوړي، ترڅویې چې هغه نه
وي ډکې کړي ، دکاراو خدمت تمه مه ورنه کوئ. اوس نوخوښه ستاسوده چې یوڅه موده نورهم
صبرکوئ چې زه دغه پاتې یوه ګونۍ ډکه کړم اودتاسو او
ولایت
لپاره کارپیل کړم، که بل نوی والي غواړئ چې دنویو اووتشوګوڼیو سره راشي اودهغوپه
ډکولو پیل وکړي...٬».
دوالي صیب ددغوسپینوخبروتراوریدو وروسته ، دولس استازي اومخوردپاچاصیب دربارته ورغلل اوهیله یې ورنه وکړه چې والي پرخپله دنده پریږدي ،ځکه چې هغه ډیرښه ، رښتونی او پرولس مین سړی دی،... هم کړی دی ،نودوی ته نوی والي ورونه لیږي....
نو زموږاستازي اومخورهم بایدزموږ ولسپال ،وطنپال خوبې وسه پاچا ته ورشي او ورته ووایي چې ،نه یوازې والیان، بلکې ټول چارواکي دې په خپلوڅوکیوکرارپریږدي چې ژرترژر خپل دبانکونو حسابونه بشپړکړي، خپل دکالونو،کالونونیمګړي ارمانونه پوره کړي،ځانونوته بنګلې اوماڼۍ جوړې کړي،وروستي ماډل موټرونه واخلي ، دیو پرځای څلور،څلوروادونه وکړي، دخپلو بچیانو،لمسیانو،کړواسیانو راتلونکې ډاډمنه کړي، ... بیابه نو خواراکیان دهیواداو ولس لپاره خدمت اوکارپیل کړي . خوکه همداحال وي چې هره ورځ والیان له یوه ځایه بل ځای ته بدلوي رابدلوي ، اوپه کراره یې خپلو هلوځلوته نه پریږدي ...!، نو هغوی به دځان لپاره خو دمجبورۍ له مخې کارکوي ، لکن دولس لپاره مې خیال نه کیږي چې کار دې وکړي. زه خولادا وایم چې هرچارواکي ته دې دهغه څوکۍ اوپوست په نیکات اومیراث ورکړي چې په بشپړه توګه بې غمه شي او په ډاډه زړه نوردخپل هیواداو ولس لپاره خدمت اوچوپړوکړي...

ورستیاڼ