د تجربې لپاره ، پوهانو یو سپی او یوه وزه په پنجره کې وساتل، چې په منظم ډول دیو بل ترڅنګه پاتې کیدل، منډې رامنډې به یې وهلې او لوبې به یې کولې. دڅه مودې دتیریدونه پس،څیړونکو د څارویو وینه
معاینه کړه او پایلې یې هغوی هک پک کړل . دوی ولیدل چې د سپي هارمون په
سلوکې اته څلویښت پورته لاړ او د وزې هارمون دانسان
ترکچې پورې چې درښتینې مینې په صورت کې یې لري، ورسیده.
یو څیړونکې ډیلي میل ( Daily Mail)
ته وویل،« داوکسیتوڅین ورته ترشح
مایوازې هغه وخت د
انسان په وجود کې لیدلې ده، کله چې څوک ورته ډیرګران کس وویني، رومانټیک تمایل احساس
کړي یا هم یې هم له ځانه ډیر مهرباني ښودله.»
پوهان پدې اند دي چې، په دغو څارويو کې د اوکسیتوڅین کچه ځکه دومره لوړه چې هغوی په کورونو
کې انسانانو سره ژوند کوي او ځانونه یې د ټولنیز چاپیریال
سره عیارکړیدي.
د دویمې تجربې په لړ کې، پوهانو سلو رضاکارانو
ته اجازه ورکړه چې د نورو وګړو نه په بیلو کړی شویو ځایونو کې دسپي یا پيشو سره لوبې وکړي. وروسته یې دهغوی نه هم
وینه اخیسته او د (مینې ) دهارمون کچه
یې کچله.
د څیړنو په پایله کې جوته شوه چې، هرچا د څاروي سره د لوبو کولو په مهال عکس العمل ښوده او دغه عکس العمل ترډیره بریده پدې پورې تړلی وو چې هغوی کوم وخت په
کورکې څاروي ساتلي وو که نه . د هارمون ترټولو لوړه کچه دسپي سره
د لوبې په مهال راڅرګندیده. ددغو څیړنو پربنسټ، څیړونکي دې پایلې ته ورسیدل چې، دانسان ترټولو ښه ملګری سپی دی.