د ۲۰۱۴ کال داپریل په میاشت کې ستورو پیژندونکو دیوې نوې سیارې دموندلو
په اړه
مالومات خپاره کړل.
پدې لړ کې زیاتره وخت داسې کیږي چې څیړونکی
نوې سیارې
مومي،خو داسې ډیرلږ پيښيیږي چې موندل شوې
سیارې دې زموږ کرې ته ورتوالی ولري. دغه نوې
موندل شوې
سیاره له ځمکې نه کابو ۵۰۰ نوري کاله واټن
لري چې
ساینس پوهان یې یوه
مهمه موندنه ګڼي.
دغه نوې سیاره یې (Kepler-186f) نموولې ده. سره لدې چې هغې ته
رسیدل ناشوني دی، خو پوهان وایي چې دغه
سیاره کافي مالومات دځان
سره لري چې د کایناتو
د سرچینې پر
پوهیدولو کې
کولی شي مرسته وکړي.
سره لدې چې زموږ
سیارې
یاني ځمکې ته ورته څو
سیارې
موندل شویدی، خو کیپلر(Kepler)
ځانګړتیا
دا ده چې په
هغې د مایع د شتون ۹۰ په سلو کې
امکان شتون لري. دنژدې
ستوری د واټن او
همدارنګه دځینو نورو فټونو
پر بنسټ،
پوهان پدې
باور دي چې
کیپلر هغه سیاره ده چې
کیدای شي پکې
ژوند شتون درلودلی وي.
دایوه مهمه ساینسي لاسته راوړنه ده، او له هغې نه
جوتیږي چې ساینس او پوهې څومره وړاندې تګ کړی دی.