د انتخاباتو په اړه د دوومخکښو نوماندانو قناعت ترلاسه شو

په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشر ددفترلخوا خپاره شویده، ویل کیږي چې پدې غوندکې دملي شورا د دواړو جرګو مشرانو،دانتخاباتي کمیسیونونو مشرانو او دوو مخکې وتلیو نوماندانو ډاکټراشرف غني احمدزي او ډاکټرعبدالله عبدالله برخه اخیستې وه چې د انتخاباتو اړوند مسایلو په باب پکې خبرې وشوې.
دانتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل وایي چې په هغه غونډه کې چې د ایتوارپه ورځ په ارګ کې وشوه،انتخاباتي کمیسیون خپل رپور ورکړ او دوو مخکښو نوماندانو ته ددوی خبرې ترډیره بریده د منلو وړ وې.
ښاغلي امرخیل زیاته کړه: مخکې وتلو نوماندانو د اپریل دمیاشتې دشپاړسمې نیټې د انتخاباتو په اړه ځینې پوښتنې درلودې چې د کمیسیون لخوا ورته څرګندونې وشوې او د تر بحث کولو وروسته، دهغوی قناعت وړ وګرځیدې. ده وویل ، په غونډه کې پردې موضوع هم خبرې وشوې چې ، که چیرې د امکان په صورت کې انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي، نو دانتخاباتو کمیسیون ورته بشپړ چمتو والی لري.
له بله پلوه، دانتخاباتوپه باب دایتوار د ورځې د غونډې په اړوندچې دارګ په ماڼۍ کې د ولسمشرکرزي ترمشرۍ لاندې ترسره شوه، دغونډې ګډونوال متضادې څرګندونې کوي.
د ډاکټرعبدالله عبدالله ویاند سید اقا فاضل سانچارکي درایو د باطیلیدو او شکایتونو دڅیړنو په برخه کې ځینې مسایل ناڅرګند پاتې شول او د ارګ دغې غونډې دوی ته د قناعت وړ نه وه .
دبل مخکې وتلی نوماند ډآکټراشرف غني احمدزي ویاند ظاهرزهیربیا وایي چې ، دوی دتل په شان پدې ټینګار وکړچې د انتخاباتو په ورځ د ترسره شویو درغلیو باید په کلکه څیړنه وشي او دشکایتونو دڅیړلو کمیسیون باید دشکایتونو دڅیړلو په برخه کې له پوره غور نه کارواخلي.